دخپریدو نیټه : 2014-07-25 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
طالبانو په غزني کې یو تن په عام محضرکې وژلی دی
سید جلالزی
وسله والو طالبانو د غزني په ده يک ولسوالۍ کې يوتن د غلاوو او وژنو په تور په عام محضر کې پر ډزو سره وواژه.
د ده يک ولسوال کريم الله وويل،چې وسلوالو مخالیفینو تېر ماذيګر د دې ولسوالۍ د ″کولالګو″سيمه کې د ″زلفو ″په نوم يو تن په عام محضر کې پر ډزو سره وواژه.
د ولسوال په وينا، چې طالب اورپکو ددې پرېکړې پر مهال تر زرو ډېر ولسي وګړي هم په سيمه کې را ټول کړي وو.
د اسدالله په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي وويل، طالبانو د دې پرېکړې پر مهال په عام محضر کې اعلان وکړ، چې دا تن د غلا او وژنو په تور وژني.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.