مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-25   مخپرونکئ : 086 - دبېنواخبریال- هرات

دمالیې وزارت باید په لمریزو هیندارو ګمرکي تعارفي له منځه یوسي .

benawa afghanistan
ډاکټر ثواب الدین مخکښ
دمالیې وزارت باید په لمریزو هیندارو ګمرکي تعارفي له منځه یوسي . په داسې حال کې چې دافغانستان دبریښنا اواوبو وزارت هر کال په ملیارډونو ډالر دمنځنی آسیا له هیوادونو څخه دبریښنا په واردولو لګوي له دې سره سره هم دهیواد ډیرو برخو ته لکه ، کندهار، هلمند، فراه، ننګرهار، لغمان ،لوګر، غزنی ، پکتیا ، پکتیکا اونورو ډیرو ولایتونو ته بریښنا نه ده رسیدلې اوولسونه یې په یوویشتمه پیړۍ کې دبریښنا له نعمت څخه محروم دي . په وروستیو دوه دریو کلونو کې دهیواد مختلفو ولایتونو ته دلمریزو هیندارو تورید ډیر شوی ، دغې چارې په مختلفو ولایتونو کې دهیوادوالو دلمړنیو اړتیاوو(رڼا،په ګرم موسم کې بادپکې، ایرکنډیشن، یخچال، دکالیو مینځلو ماشینونه اونور) سربیره په هیواد کې دشنه انقلاب په راوستلو کې ډیره مرسته کړې . لمریزه هیندارې په هغه ولایتونوکې چې بریښنا ورته نه ده رسیدلې کرونده ګر یې دخپلو ځمکو دخړوبولو لپاره ورڅخه کار اخلي . کرونده ګر کولی شي دلمریزو هیندارو په مټ هروخت چې وغواړي په وړیا توګه پریمانه اوبه راوباسي اوذخیره کړي اوداړتیا په وخت کې خپلې کروندې اوباغونه پرې خړوبه کړي . دهیواد یو تن ملي سوداګر وایې : " دلمریزو هیندارواو لمریزو واټر پمپونو په وادرولو سره داسې انګیرم چې دهیواد له کروندګرو سره مي ډیره مرسته کړې ، نوموړی زیاتوي ، زموږ سوداګرۍ مرسته کوي ترڅو کرونده ګر په اسانه توګه دلمریزې بریښنا په مټ خپلې ځمکې ،باغونه اوفصلونه خړوب کړي ، چې له یوې خوا دکرونده ګرو ژوند اواقتصاد ورسره ښه کیږي اوله بلې خواد هیواد له عوایدو اواقتصاد سره خورا مرسته کوي ." نوموړي زیاته کړه داچاره دهیواد له اقتصاد سره ډیره مرسته کوي .له همدې امله دمالیې وزارت ته په کار ده ترڅو په لمریزو هیندارو ګمرکي تعارفي له مینځه یوسي . دګمرکې تعارفو معاف کول به ددې لامل شي ترڅو کرونده ګر لمریزې هیندارې په ښه بیه ترلاسه کړي ، دهیواد بزګر به داوبو له پلوه دافغانستان په هرګوټ کې په خپل ځان بسیا شي ، اودهیواد کرهڼیز اودمیوو صادرات به ډیر شي . دیاودنې وړده چې دافغانستان ګاونډي هیواد پاکستان په لمریزو هیندارو ګمرکي تعارفي معاف کړي دي . هیله ده چې دافغاني سوداګرو لپاره هم په لمریزو هینداراو ګمرکي تعارفي معاف کړي . په درنښت ډاکټر ثواب الدین مخکښ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery