مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-25   مخپرونکئ : 129 - دبېنواخبريال- کابل

د بهرنيو ځواکونو په يوه بې پيلوټه هوايي بريد کې شپږ ځانمرګي وژل شوي دي.

 رشادسادات
 
د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي   وايي٬ دغه پېښه د پل علم په بابوس سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د اېتلافي ځواکونو يوې بې پيلوټه الوتکې په دې سيمه کې د وسله والو مخالفينو يو سراچه موټر په نښه کړى او شپږ وسله وال يې وژلي دي.
د نوموړي په وينا، تر بريد وروسته په موټر کې چاودنې هم شوې، چې کېداى شي وژل شوي ځانمرګي بريدګر وو او د هغوى چاودېدونکي توکي چاودېدلي وي.
امنيه قوماندان وويل چې په وژل شوو کې د طالبانو د يوه سيمه ييز مشهور قوماندان ملا امرالله مرستيال هم شامل و.
څو ورځې مخکې هم په بابوس کې د بهرنيو په يوه هوايي بريد کې ١
۶ وسله وال وژل شوي وو.
له بل لوري دلوګر  د والي ویاند دین محمد درویش وایې افغان سرتیرو دیوي ستري چاودنې مخه نیولې  چې چاودیدونکې توکې په یوه جماعت کې ځاي پرځاي شوي وو شنډه کړي ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery