مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-26   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې دخواخوږۍ پيغام

په زياته خواشينۍ مو خبر تر لاسه کړ چي د پښتو ژبی خوږ ژبی سندرغاړی خیر محمد خندان دورپېښی ناروغۍ له امله د تل د پاره ددې نړی نه سترګی پټی اودخپل هنری دمينه والونه دابد لپاره رخصت واخيست کړي . انا الا الله وانا اليه راجعون موږ دافغانستان ددې وتلی پښتو ژبې هنرمند دمرگ ددې غملړلی خبر په اوريدو سره ډير زیات خواشني سوو . مرحوم خیر محمد خندان زموږ دهيواد يوله هغو غښتلو اوپر وطن مينو هنرمندانو څخه دی کوم چې له زېږېدواومرگ پوری له خپل ولس نه ليري پاته نسواوتل دخپل ولس په چوپړکښي وو. موږ پداسي حال کښي چي ددې پېژندل سوی سرندرغاړي ناببره مړينه دهيواد په کچه په هنری ډگرکي يوه لويه ضايع بولو زموږ ددې نلی هنرمند دټولي کورنۍ ،دوستانو اوعلاقمندانودستر کهول سره ځانونه پدې غم کي شريک بولو دمرحوم خيرمحمد خندان کورنېاو ټولواړوندانوته دزړه صبرپه غو ښتلو دمرحوم روح ته په دعاکولوسره هغه ته دفردوس جنت غوښتنه کوو. روح دې ښاد اويادې ابدي وي . په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery