مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-30   مخپرونکئ : 130 - دبېنوا خبریال - کابل

ولسمشر کرزی وایي،له روان ناورین څخه د دوی کورنۍ هم په امان کې نه ده .

باچاه پښتونزوی
سرچینه : آزاد خبریال
ولسمشر حامد کرزي پر حشمت خلیل کرزي ځانمرګي برید په کلکو ټکو وغانده. له ارګه په خپره شوې خبر پاڼه کې د ولسمشر له قوله لیکل شوي چې ،لکه نور افغانان چې هره ورځ په هېواد کې د ترهګریزو بریدونو په ترڅ کې په شهادت رسيږي ، زمونږ کورنۍ هم له دغه ناورین څخه په امان کې نه یو. د ولسمشر حامد کرزي د تره زوى، د کندهار د ولايتي شورا غړى او د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنيز کمپاين مهم غړى حشمت خليل کرزى تېره ورځ له غرمې مخکې د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د کرز سيمې په حشمت کلا سيمه کې ځانمرګي بريدګر په خپل کور کې وواژه. ولايتي چارواکي وايي، چې ٢٤ کلن ځانمرګى بريدکوونکى د اختر د مبارکۍ په موخه د حشمت خليل کور ته د ورغلو مېلمنو په ډله کې ورننوتى و او چاودېدونکي توکي يي په خپله پګړۍ کې ځاى پر ځاى کړي و. د راپورونو له مخې، په دې بريد کې چې تر اوسه يي چا مسووليت پر غاړه نه دى اخستى، يو تن ټپي شوى هم دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery