مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-30   مخپرونکئ : 130 - دبېنوا خبریال - کابل

کابل او واشنګټن د سلګونه زره میله وسلو په اړه د حساب له ورکولو عاجز دي.

باچاه پښتونزوی
سرچینه : آزاد خبریال
US-Weapon کابل او واشنګټن د هغو سلګونه زره میله وسلو په اړه د حساب له ورکولو عاجز دي، چې د امریکا متحدو ایالتونو په تیرو دیارلسو کلونو کې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو ته ورکړي دي. د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د مرستو د سر پلټونکي دفتر یا سیګار په یوه رپوټ اندېښنه ښودلې، چې دغه وسلې ښايي طالبانو او نورو ورانکاره ډلو ته په لاس ورشي. د واشنګټن چارواکي وايي، چې د امریکا متحدو ایالتونو له دوه زره څلورم کال راهېسې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو ته نږدې ۷۵۰ زره میله وسلې، چې کلاشنیکوفونه، ماشیندارې، بم غورځونکې او نورې سپکې وسلې پکې شاملې دي ورکړې دي. د دغو وسلو ټولیز ارزښت ۶۲۶ میلیونه ډالر ښودل شوي دی. د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د سرڅیړونکي دفتر یا سیګار په یو رپوټ کې ادعا کړې، چې ګواکې له دغې ټولګې لسګونه زره وسلې نادرکي دي. خو د افغانستان امنیتي اورګانونه بیا د سیګار د دې ادعا په ردولو سره وايي، دوی ته ورکړ شوې وسلې ټولې ثبت او د دوی په زیرمتونونو کې موجودي دي. دوی وايي، ځینې وسلې ښايي افغانستان ته له را رسیدو وړاندې په پاکستان او قبایلي سیمو کې نادرکه شوي وي، چې دوی یې ځواب ویونکي نه دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery