مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-31   مخپرونکئ : 130 - دبېنوا خبریال - کابل

امریکا غواړي ،چې افغان ژباړوونکو ته د ویزې لړۍ پراخه او چټکه کړي.

باچاه پښتونزوی
سرچینه : آزاد خبریال
د امریکا کانګرس یو شمېر غړي هغو افغان ژباړوونکو ته د ویزو د زیاتولو هڅې کوي، چې له امریکایي ځواکونو سره یې دندې تر سره کړي دي مخکښو سناتورانو جان مکین او جین شهین د جولای د میاشتې په شلمه نېټه په یوه تازه لایحه کې د کانګرس نه غوښتي، چې د روان کال تر پایه دې هغو افغانانو ته زر ویزې برابرې کړي، چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونوسره د ژباړوونکو په توګه دنده ترسره کړي او یا یې په دې ماموریت کې همکاري کړي ده. یاده لایحه د جولای میاشتې پر دیرشمه نېټه د امریکا د ولسي جرګې لخوا منظور شوه او د تایید لپاره سنا ته واستول شوه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery