مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ټاکنيزې ډلې: د صدارتي نظام هوکړه مو نه ده کړې

احمد فیصل
د ډاکټر اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ټاکنيزې ډلې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري نظر پرځاى ګڼي او وايي، چې دواړو کانديدانو د صدارتي نظام د جوړولو پر سر کومه هوکړه نه ده کړې. دوى وايي، دواړو لورو منلې چې ګټونکى کانديد، خپل ناکام سيال ته د اجراييوي رييس څوکۍ ورکوي. ټاکنيزې ډلې وروسته له هغه دا څرګندونې کوي، چې جان کيري د افغانستان د ټاکنو په اړه په خپله مقاله کې، چې پرون خپره شوې ويلي، د ولسمشرۍ د دواړو کانديدانو ترمنځ منل شوى سند نه اساسي قانون تر پښو لاندې کوي او نه هم په افغانستان کې پارلماني سيستم رامنځته کوي. د عبدالله د ټيم يو وياند مجيب رحيمي وايي ، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري ليکنه سمه ده، چې د دواړو کانديدانو ترمنځ په شوې هوکړه کې د صدارتي نظام رامنځته کېدو په اړه کومه يادونه نه ده شوې. خو رحيمي وايي، په هوکړه کې دواړو کانديدانو په څرګند ډول منلې، چې د اجراييوي رياست څوکۍ بايلونکي کانديد ته ورکول کېږي. نوموړي وويل، دوى هڅه کوي ترڅو د شوې هوکړې بشپړ متن د ولسونو او رسنيو په واک کې ورکړي. له بلې خوا د تحول او تدوام ټيم غړى طاهر زهير وايي، چې د دواړو کانديدانو ترمنځ په شوې پرېکړه کې دا منل شوې ده، چې د رايو د تفتيش له پروسې وروسته به بايلونکى کانديد اجراييوي رييس ټاکل کيږي. د نوموړي په وينا، ګټونکى ولسمشر دا صلاحيت لري، چې له دې څوکۍ اجراييوي رييس ګوښه او پرځاى يې بل څوک ولسي جرګې ته د رايو ترلاسه کولو لپاره ور وپېژني.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery