مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د تېر کال په پرتله په ننګرهار کې د زیتونو تولید زیات شوی

احمد فیصل
د ننګرهار چارواکي وايي چې د تېر کال په پرتله د زيتونو په توليداتو کې لس برابره زياتوالى راغلى او دوى يې د پروسس لپاره چمتووالى نيولى دى. د ننګرهار د کانال رييس زيارت ګل راحل پژواک اژانس ته ویلي چې په ننګرهار کې د زيتونو سږنى حاصل تر دې کچې دى چې په تېرو لسو کلونو کې يې سارى نه ليدل کېږي. د نوموړي په وينا، تېر کال د دوى حاصل په نشت حساب و، په ټول کال کې يې له ٢٥-٣٠ ټنو پورې زيتون توليد کړي وو خو دغه اندازه سږ کال بيا له ٢٧٠ نه تر٣٥٠ ټنو پورې رسېږي. دى که څه هم د پرسونل د کموالي خبره کوي خو زياتوي چې د زيتونو فابريکه دا مهال نيمه فعاله ده، خو د ځينو خامو مواد له کموالي سره مخ دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery