مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-16   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د بزرګانو ویناوي‎

رحمت الله پښتون‎

 


۱: شیخ ګنج بخش لاهوري رح: صوفي هغه دی چي د هغه کردار د هغه د خبرو مطابق وي – وفرمایل: تصوف یو حقیقت دی بغیر له نومه او اوس نوم دی بغیر له حقیقته.
۲: فتح موصلي رح: ما د ۳۰ دېرشو ابدالو سره صحبت کړی، ټوله دا راته ویل چي د خلکو د صحبت څخه ځان ساته، کم خوره او کم وایه.
۳: شیخ عبدالقادر جېلاني رح: کوم شخص چي د خپل اهل او عیال په خرڅ کي کمۍ راولي او د قرض د نه ادا کولو بغیر حج ته ولاړ سي، هغه ظالم، ګناه کار دی. قول یې صورت دی او عمل یې د هغه روح دی.
۴: شیخ سعدي شېرازي رح:: یو چا وپوښتل سول چي څنګه تیریږي. ده وفرمایل: خوله د الله ج د نعمت خوړلو او ژبه په شکایت کولو.
۵: نوح ع: د شېطان څخه وپوښتل سول چي په بني آدم کي کومه ډله ستا زیاته مرسته کوي؟ شېطان وفرمایل: حریص، بخیل، بزدل او شتاب کاره.
۶: شیخ بایزید رح: وفرمایل: ما په دنیا کي څلور شیان پیدا کول خو پیدا نه سول. ۱:- بې طمع عالم؛ ۲:- موافقه یار؛ ۳:- بې ریا اطاعت او ۴:- حلاله لقمه.
۷: خواجه ابو اسحاق رح: وفرمایل: چي ما دغه څلور شیان په دنیا کي پیدا کړل. ۱:- بې طمع عالم الله تعالی مي پیدا کړ؛ ۲:- موافقه یار قرآن شریف؛ ۳:- بې طاعته ریا شپه او ۴:- حلاله لقمه غصه خوړل.
۸: حسن بصري رح: خالي نس د شېطان بندیخانه او ډک نس د هغه تم ځای وي.
۹: حضرت سفیان ثوري رح: د حق تعالی وه مخ ته د حق تعالی د ګناه سره تلل آسانه دی په نسبت ددې چي د داسي یو ګناه سره ولاړ سې چي تعلق یې د بندګانو سره وي.
کوم څوک چي خپل ځان پر نورو افضله بولي، هغه متکبره دی.
۱۰: حضرت خواجه حسن بصري رح: دی مبارک فرمایي چي په سپي کي ۱۰ داسي عمده خصلتونه دي چي هغه مؤمن ته ښایي چي اختیار یې کړي.
۱:- هغه وږی پاته کیږي – دا د صالحینو آداب دی او پر لږ شي باندي قناعت کوي دا د صابرینو نښانه ده.
۲:- هغه د شپې ډېر لږ بیدېږي – دا د شپې د بیدارانو او د محبانو نښانه دی.
۳:- د هغه هیڅ د اوسېدو ځای نه وي – دا د متکلینو نښانه ده.
۴:- کله چي مړ کیږي، نو میراث نه پاته کوي – دا د زاهدانو د صفاتو څخه دی.
۵:- هغه خپل مالک نه ایله کوي که څه هم مالک یې جفا ورسره وکړي او هغه ووهي – دا د صادقانو او مریدانو نښانه ده.
۶:- پر کوچني ځای هم راضي کیږي – دا د عاجزانو نښانه ده.
۷:- کله چي پر ایله کولو څوک غالبه سي، نو هغه پرېږدي او بل ځای ته ځي – دا د راضي کوونکو نښانه ده.
۸:- هغه که ووهې او واپس يې را وغواړې، نو فوراً راځي – د وهلو کینه نه ساتي – دا د خاشعینو نښانه ده.
۹:- ډوډۍ چي کله ورته کښیږدي، نو لیري ځیني ښوري – دا د مسکینانو نښانه ده.
۱۰:- کله چي د یو کور څخه کوچ وکړي، نو بیا د هغه وه طرف ته رخ نه اړوي – دا د مخرونینو نښانه ده.
اې عزیز! د قناعت درس د سپي څخه حاصل کړه – تا اکثره لیدلي چي کله ښکاري سپي د کلي کوڅې سپیان ووینې، نو د کوڅې سپیان ورته غاپي او وایي چي اې مسکینانو! کله چي تاسو عمده او لذیذ خوراک خوری، نو تاسو یې په ځنځيرانو کي قید کړي. که تاسو وچه او سبوس ډوډۍ خوړلای، نو اوس به تاسو موږ غوندي آزاد ګرځېدلای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery