مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-20   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ډر دیموکراسي

محمود نظری

 

 غني اوعبداله چې د ټاکنو کټو باندې کړه
 عبداله غوزی غني دوه لرګي تر لاندې کړه
 چې غني سوې ښوروا پر ډوډۍ چپه کړه
 عبداله دپوسه غوښه تر ورانه لاندې کړه
***
عبداله دورکي غوښې جوړي نارې کړې
 نړیوال یې په خپله ډله زره سواندې کړه
 له هر خوایې بریدونه کړه د ټاکنو په کمیسیون
 خپل انځورونه پورته دبل یې تر پښو لاندې کړه
 یو برطرفه ، دیوه خوله ماته ، واکمن یې بدنامه کړه
 په خیمه کې یې د موازي دولت خبره غږتاندې کړه
 ول پنځوس زره خلک وژونو وطن ویجاړو وو
 که یو وار موږ رښتیا خېله خندي چلاندې کړه
 په خپل لاسلیک یې ددارلانشا ریس مقررکړ
 ورته را مخي ته یې خپل لوچک لغړ اندي کړه
 مظاهرې یې وکړې او سړکونه یې بند کړه
 ساختګي بهرني يې په چل د ملل نوماندي کړه
 په دې بې شرمي حرکتو د ژبغړاندو یې
 د ولس په نامه کراسي یې مړ ژواندي کړه
***
نارې سوې چې دې بیکیرانو ته کیر ي راځي
 هغه د عبداله په ګټه خپل شرطونه وړاندې کړه
 موږ ویل چرت مه وهئ موږ متفکر غني لرو
 چې موږ خبریدو هغه مهر ته کونه وړاندې کړه
 موږ ختا وتلې یو موږ متفکر نه زورورپه کار وو
 ښکاري دی به هم دولس زړونه څپڅپاندې کړه
 چې قناعت یې ورنه کړ سو یو پردي عقلمند ته
 هغه به په دې بې عقلو لیونیانو څه ژور اندې کړه
 کیري د بل له جیبه وبښه خپل غلام ته صدارت
 هغه متفکر د هغه ناپوه سره څنګه ګډ اندې کړه
 کیري چې د متفکر مړه اوشوله خوله ولیده
 پر هغه یې دعبدالله خوسا شرطونه سر باندې کړه
 هغه چې موږمتفکر باله هغه له اوله ډر وخاته
 پښتونه نور دنر رهبر خبره له زړودباندې کړه!
 *؛‎**
دا ټوله وږي د قدرت دي نه د خدمت اوچوپړ
 موږ هغه غواړو چې قانون دهر څه سرغړاندې کړه
 دا شرطونه چې دوی لاسلیک کړه په بې شرمي
 دکیری واک یې د اساسي قانون لا ځلاندې کړه
 دا ټوله چنې د واک دپاره دي دسهامي شرکت
 که عبداله دی که غني یوازې د واک هاندې کړه
 که رښتیا چوپړ دی ویش له غلو سره څه مانا لري
 بایدد واکمنو غلو سر لکه دچرګ تر وزر لاندې کړه
 دا غله د امریکا آغا بلیګان دي او تور مرییان
 هغوی بایلونکي پر ګټونکي لا ځانباندې کړه
 داسي ښه ټاکڼې په دنیا کې چا لیدلي نه دي
 چې بګیلانو ته د صدرات څوکۍ وروړاندې کړه
 ددولت نیمي څوکی، هم اپوزیسیون سي د بګیل
 بګیل غله ته یې دمظلوم ولس سرونه بیا لاندې کړه
 دا څومره ټګه دپردو دیموکراسی ده « نظری »
پوهیده بیا یې هم موږ ته د ټاکنو کټو باندې کړه
***
نه پوهیږو موږ ولي بیاپه ټاکنو خوشاله سو؟
 بیا مو ولي په خپله خوښه دټاکنو تبۍ باندې کړه؟
 موږیوړه خو بګیلانو د وړولو درواغه ادعا وکړه
 ولي زموږ وړونکي خپله د بګیل لاسونه باندې کړه؟
 ولي دومره پیسې ، وخت ،وژل او دګوټو پریکول؟
 ولي« کیري »له اوله داسې ښه نه روښاندي کړه؟
 دنیا پوهیږي موږ په خپلو ړانده یوپه پردو بینا
 زموږ دپوهانولارښوونه مدام بهرنی پوچ اندې کړه
 خپله دیو بل پرتوګونه باسو بل ته لاس په نامه یو
 ښه پوهیږي تل پردي موږ ته نیک اندې کړه!!!
خدای دي هغه کام د دوږخ له اوره وساتي!!!
چې په خپلو ووټو يې رامخي ته کوږاندې کړه
 خدا ی به دهغه مشرانو هم اور نصب نه کړي!!!
چې د یوې داړې د واک رسیدو ته لنډ اندې کړه
 مکار خود تر هغه وخته ژاړي او بيزوواني کړي
 تر هغه چې ټوله واک خپلی ډلې ته خلباندې کړه
 پوهیږو اوس یوازې شیطاني واکونه چلیږي
 هغه چا ته ځای نسته چې له دجاله سرغړاندې کړه
 یوه لاره سته چې خدای ته په سجده سو دعا وکړو
 خدا یه ! دا غله د وطن له سرنوشته دباندې کړه
 وایی ښیرازه کال دهغه له پسرلي مالومیږي
 خدای نه کړي همدا مړاوي ګل موږ لالهاندې کړه
 که څه د یو ګل په مړاوي کیدو نه منی کیږي
 ګوندی نور ګلونه دولس بری خلباندې کړه
 بلا د هغه پاڅي، چي ئې ګړنګ په برېتو څاڅي
 ټوله تښتي ته یو وار د دې اتلانو ګوته لاندې کړه !
هاندې ( هڅه کول ) ،سرغړاندې ( سرکش)،غږ تاندې( په لوډسپیکر کې ږغ)،لغړاندې ( څارونکی )، نوماندې ( نامور ، نامزد)،خلباندې ( دیقین وړ)، ، ځانباندې( زورور)،
 ځلاندی( روښانه)،څپڅپاندی( نه ټینګیدونکی )، چلاندی ( روان)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery