مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-20   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

عبدالباري جهاني

 

زه درسره یم بیله ما مه ځه بې یاره مه ځه
کوڅې نیولي رقیبانو بې رویباره مه ځه
پر زړه مي بد شګون را اوري بیا دی نه وینمه
شپه ده تو پان دی توند باران دی تر سهاره مه ځه
ته دي خپل اور تازه کوه زه به وزر سوځوم
یوازي ستا لمبه مي ویني بې نګاره مه ځه
ما له اوله ستا د میني لیونتوب منلی
پریږده چي زما جنون یاغي سي ته تر داره مه ځه
زه له خالپوڅو تر لحده یم خزان وهلی
ستا دي قسم په خپل ښایست وي نوبهاره مه ځه
ګوندی یوه شیبه زه هم خوب ته در ولویږمه
زما د زخمي زخمي یادونو له مزاره مه ځه
ما چي په ویښه د خپل کلي لمبې ولیدلې
زما د یوې شپې د جوړ کړي خوب له ښاره مه ځه
ما د بلبلو په ځالیو کي زاغان ولیدل
دا یو ګړی مي د خیالونو له ګلزاره مه ځه
ما جهاني له خپل خالقه سره رنځ منلی
درده زارۍ درته کومه له پرهاره مه ځه

 


۲۰۱۴    د آګست پنځه لسمه   ویرجینیا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery