دخپریدو نیټه : 2014-08-21 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د ماین چاودنې په پکتیا کې د ملي اردو یو سرتېری وژلی
احمد فیصل
د پکتیا ولایت په مرکز ګردیزکې نن ماسپښین د ملي اردو په موټر په د چسپکې ماین په چاودنه کې د ملي اردو یو سرتیری وژل شوی یو ملکې وګړی او دوه تنه نور د ملي اردو سرتیري ټپیان شوي دي.د ګردیز د ملکي روغتون مسوول حیاګل وویل، چې دوی درې زخمیان او یو جسد ور وړل شوي.د ښاغلي پکتین په وینا د ټپیانو حالت د اندیښنې وړ نه دی.