مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-22   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

د سرپوزي د زندان لسګونه زندانيان مسموم سوي دي.

لودين

 

د کندهار د سرپوزي په زندان کې پنځه اتيا تنه زندانيان مسموم سوي دي.
دا زندانيان وروسته له هغي مسموم سوي  کله  ، چې د ماخستن ډوډۍ خوړلو وروسته يې انګور خوړلي دي .
 د کندهار د والي وياند دواخان مينه پال منلي  ،  چې د کندهار د لوى زندان پنځه اتيا تنه زندانيان مسموم سوي دي. ، نوموړی وايې ، چې له دې ډلې لس تنه تر روغتونه رسيدلي دي  او نن سهار تر درملني وروسته رخصت سوي دي .
مينه پال وايې ، لمړۍ څيړني ښيي ، چې انګور ناپاک خوړل سوي دي او هغه مواد پر پاته وه چې په باغونو کي د مرضونو د مخنيوي دپاره پر انګورو پاشل کيږي .
مينه پال وايې ، چې د موضوع په اړه نوري پلټني هم دوام لري .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery