مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-22   مخپرونکئ : 129 - دبېنواخبريال- کابل

فاریاب: د ګوهر رشاد بېګم ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه

رشادسادات په فاریاب کې د ګوهر رشاد بېګم لېسې ته نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه. د دې ولایت د پوهنې مسوولین وايي، دغه وادنۍ په دوو پړونو کې په پاخه او اساسي ډول د اتو میاشتو په موده کې جوړه شوه. بېلا بېلې درسې او ادارې خونې لري. دوی وايي، په دغه ودانۍ ۱۷۰ زره امریکايي ډالر لګښت راغلی چې د ناورې هېواد لخوا ورکول شوی دی. د فاریاب والي د دې ودانۍ د پرانېستې پر مهال د ناروې هېواد له مرستې مننه وکړه او دا یې د پوهنې په برخه کې د پرمختګ ستر ګام وبله. دګوهر رشاد بېګم دلېسې مدیرې مېرمن زیب النسا براتي وویل، دغه ودانۍ په خپلې پخوانۍ بڼې جوړه شوې او له دې وروسته به د هغو زده کوونکو ستونزې هوارې شې چې مخکې یې په خیمو کې زده کړه کوله. د فاریاب د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې اوسمهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۵۰۰ تنه زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery