مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-22   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

پاکستاني ځواکونو د کندهار معروف ولسوالي په درنو وسلو ويشتلې ده .

لودين

د ډورنډ د کرښي د ها غاړي څخه پاکستاني ځواکونو د کندهار معروف ولسوالي په درنو وسلو ويشتلې او درې ساعته بريدونه يې کړي دي .
بريدونه چې راکټي ، توپي او توغنديز وه نن تر غرمې مخکي يوولس نيمي بجې پيل سوه او د ماپښين تر دوه نيمو بجو يې دوام کړی دی .
ځايي اوسيدونکي وايې  ، توغندوۍ د ملکي خلکو په کورنو کې لګيدلي دي او ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده .
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانی هم د دې بريدونو پخلی کوي او وايې ، چې د پاکستاني ځواکونو په بريدونو کې يو ملکي وګړی وژل سوی او يو ټپي سوی دی .
درانی وايې ، پاکستاني ځواکونو غوښتل چې افغان خاوري ته ننوځي  ، خو د افغان سرحدي ځواکونو له لوري يې مخه نيول سوې ده .
د کندهار پر سرحدي ولسواليو  د پاکستاني ځواکونو بريدونه دا لمړی ځل نه دی ، بلکه مخکي يې هم ورته تيری کړی دی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery