مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مرثیه

محمدمعصوم هوتک

 

دحاجي محمدآصف جان پاس یوسفي وېرنه

په مرگي چي (یـــــوسفي پاس) ور رهي سو
پاس یو ږوږ دفرشتودهــــــــــــــــــــــرکلي سو
چي (پاس) ولاړئ خوشالي ورســـــره ولاړه
بې له پاسه ژوندون ټـــــــــــــوله دغمگي سو
ژړېده د(پاس) پر مرگ پاس ددوستۍ دئ
که داپاس له منځه ولاړ پښتون نېستي سو
شرافت که دچـــــــــــــــــاپاس پر سر جوغه وه
په قانـــــــــــــون دپاس سر، تاج دپاچهي سو
پاس عـــــزت دئ دپښتو،پاس درناوی دئ
زموږ (پاس) په دغــــــــــو دواړو صفتي سو
دپښتون پاس په کــــــــــــــــــــږدیوکي لاپاته
پاسنی ځکه دوهــــــــــــــــــم نوم د کوچي سو
داچي څـــــــــــاڅکي درحمت راځي له پاسه
اوبه خـــــــــــــــور دکندهارپاس له غزني سو
نښانې ئې په ژوندوني لاښـــــــــــــــکاره وې
د(حــــــــــــــــــــــــاجي اغا) وفات دجنتي سو
مرگی دئ حقه کاسه خـــــــــوافسوس دادئ
له مېړو مو وران کورگی یـــــومخ خالي سو
لټاوه چي مي تاریخ د(پاس) دمــــــــــــړیني
دغه بیت مي پـــــــــر زړه ږغ گوا،هاتفي سو
چي مرگ پاس راڅخه واخیستئ نیازمنو!
راته پاتــــــــــــــه" فقط غم" د"یوسفي" سو
محمدمعصوم هوتک
آشاوا ــ انټاریو ــ کاناډا
۲۰مه داگسټ ۲۰۱۴ع
حل :
فقط ( ۱۸۹ ) + غم (۱۰۴۰ ) + یوسفي (۱۶۴)= ۱۳۹۳
حاجي محمدآصف پاس یوسفي (حاجي اغا) په ۱۳۹۳ ش کال داسد پر۲۱مه = ۱۲مه داگسټ ۲۰۱۴ع وفات سو. خدای دې وبخښي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery