مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ډیمپسي: که تړون لاسلیک نه شي، امریکايي سرتیري د روان کال تر پایه پاتې کیدای شي

احمد فیصل
د امریکا لوی درستیز وايي پینتاګون یو نوی پلان جوړ کړی چې پر اساس به یې که د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې ژر څرګندې نه شوې او له امریکا سره امنیتي موافقه ژر لاسلیک نه شوه نو امریکايي پوځیان به د روان کال له پای ته رسېدو وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي. د متحدو ایالتونو لوی درستیز جنرال مارتین دیمپسي کابل ته له رسېدو لږ مخکې هغو خبریالانو ته، چې له ده سره د افغانستان په سفر کې ملګري دي، وویل، که داسي موافقه نه وي چې پر اساس یې امریکايي پوخیان په افغانستان کې د پاتې کېدو اجازه ونه لري امریکايي پوځیان ۱۲۰ ورځو ته اړتیا لري چې خپل عسکر او وسلې له افغانستانه وباسي. دیمپسي همداراز وویل، که ضرورت پېښ شو امریکا تر دې چټک اقدام کولی شي. ده زیاته کړه:«موږ خپل پلان جوړ کړی چې پر اساس یې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د اوسېدو موده تر هغه څه یوه څه اوږده شوې چې توقع یې کېده.» دیمپسي افغانستان ته د دې لپاره راغلی چې په دغه هیواد کې د ناټو او امریکايي پوځیانو د عمومي قومندان د بدلېدو په مراسمو کې ګډون وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery