دخپریدو نیټه : 2014-08-26 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
وسله والو یو ځل بیا پر سنګین ولسوالۍ بریدونه پیل کړي
احمد فیصل
د هلمند والي وايي چې وسله والو طالبانو يو ځل بيا د سنګين ولسوالۍ د نيولو په موخه بريدونه پيل کړي خو امنيتي ځواکونو يې مخه نيولې ده. تورن جنرال محمدنعيم وايي د يادې ولسوالۍ د ″ساروان کلا″ اړوند د نيسېزو په حوزه کې پراخې نښتې پيل شوې او طالبان غواړي د سنګين ولسوالي ونیسي. د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو بيا ويلي چې طالبانو تېره شپه د يادې ولسوالۍ د ساروان کلا په سيمه کې ځيني ځايونه نيولي دي. د ولسوالۍ يوه قومي مشر هاشم الکوزي ویلي له وړمې شپې راهيسې وسله والو طالبانو يو ځل بيا په بېلابېلو سيمو کې پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي دي. هغه وويل چې طالبانو تېره شپه د ″ساروان کلا″ د نيسېزو سيمې ټولې پوستې نېولې او دولتي ځواکونه يې له سيمې پر شا کړي دي.