دخپریدو نیټه : 2014-08-26 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په تخار کې هغه وسله وال نیول شوي چې پر زندان یې د برید پلان درلود
احمد فیصل
د تخار د طالبانو د پوځي کمېټې د مسوول مفتي عبدالرحمن په ګډون چې په پلنګ مشهور دى، څلور هغه وسله وال نيول شوي چې د دغه ولايت پر زندان يې د بريد هوډ درلود.د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند لومړي بريدمن خليل اسير وويل چې مفتي عبدالرحمن تازه له پاکستانه دغه ولايت ته راغلى و.اسير وايي چې دغه طالب قوماندان او ملګري يې تېره ورځ د رستاق ولسوالۍ د شهرستان په سيمه کې د عملياتو په ترڅ کې نيول شوي دي.نوموړى زياتوي چې د تخار د طالبانو دغه مشر هوډ درلود چې د تالقانو پر عمومي زندان بريد وکړي خو موخې ته له رسېدو مخکې ونيول شول.