مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-26   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

نه به سی دا نولس شل

محمود نظری


 

 دټولو بې شرمو باید خولې پټې سي
 نه بایده چې دهغو خولې ډکې سي
 که دیوه بې شرمه خوله وخوندیده
 په سپو به ټوله دواک کوڅې ډکې سي
***
د چلیانو په چغهار به نسي دا نولس شل
 د کیري په کړچهار به نسي دا نولس شل
 جان کیري له ډیرو تلو راتلو سینه بغل سو
 دهغه په ټخهار به هم نسي دا نولس شل
 دهغو پساتیانو چې پسات یې خپور کړ
 دهغو په بیا بزهار به هم نسي دا نولس شل
 افغانستان د اغیارو د جنګ میدان سو
 د هغوپه غپهار به هم نسي دا نولس شل
 لاس منډون سرې تودې ورکوای نسي
 دټګ په چوڼهار به هم نسي دا نولس شل
 چې خپله دا غوټې په غاښو نه کړو خلاصې
 دډانګیی په ترچهار به نسي دا نولس شل
 چې ځای دځاني ګټې ولسي ګټې ونه نیسي
 د بوچانو په سغهاربه هم نسي دا نولس شل
 پزه بنده کړه افغانه د دې نسمارو په خړوسکو
 دکوزاوڼو په غربهاربه هم نه سي دا نولس شل
***
خپله سوچ نه لرو دنوروستر پوهان یو
 ددې پوهانو په ډرهار به نسي دا نولس شل
 خپله زور نه لرو د نوروښکرور غوییان یو
 د دې غوییانو په هټهار به نسي دا نولس شل
 خپله غیرت نه لرو دنورو لوی غیرتمندان یو
 ددې غیرتمنو په ډزهار به نسي دا نولس شل
 ددښمن قاتل نه یو د ځان خپله قاتلان یو
 ددې ډول مجاهدو په چړپهار به نسي دا نولس شل
 دا وطن په اټنو او نڅاګانو کله آزاد یږي
 ددې مخبرانو په ګرهار به هم نسي دا نولس شل
 په ما او تا چي روږ دی ، که سل واره نران سو
 د ښځو په پرینګهار به هم نسي دا نولس شل
 په شرم هغه شر ميږي چې پرشرم څه پو هيږ ي
 دبی شرموپه ډڼګهار به هم نسي دا نولس شل
 تل دبې غيرتو په کور مېلمانه واکمن وي
 دمیلمنو په خرهار به هم نسي دا نولس شل
 چې چیرته اسانه وي کاروبارد وطنفروشي
 د وطنفروشو په خوټهار به نسي دا نولس شل
 تر څو د پردو پر مړغټانې ځړول بس نسي
 دځړیدولو په میوهاربه نسي دا نولس شل
 هغه وخت چې دوطن اصیل بچي واکمن سي
 هغه وخت به دنیاته زموږ توري سي نولس شل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery