مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-27   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

یوناما وایي که کوم نوماند د تفتیش له بهیره ووځي نو پیل شوې پروسې ته به دوام ورکړي

احمد فیصل
په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندوی دفتر یا یوناما وايي چې که د رایو د تفتیش له بهیره کوم کاندید یا یې څارونکي ووتل نو پیل شوې پروسې ته به دوام ورکړي.په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر، دا دریځ د عبدالله عبدالله د ټیم له پروني خبرداري وروسته اعلان کړ.د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم مشرانو د سې شنبې په ورځ وویل، که تر نن سهاره د دوی غوښتنې ونه منل شوې نو د رایو د تفتیش روان بهیر به تحریم کړي او د انتخاباتو نتیجې به ونه مني.ملګري ملتونه وايي چې دواړو کاندیدانو بشپړ صلاحیت ورکړی او دوی ته د رایو د تفتیش روان بهیر قانوني او مشروع ښکاري خو که بیا هم کوم کاندید دا پروسه نه مني او خبرداري ورکوي دا په هغه کاندید او انتخاباتي ټیم پوري یې اړه لري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery