مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-27   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د راتلونکي کال بودجه به ۱۵،۴ میلیارده افغانۍ کسر ولري

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د ماليې وزیر وزیرانو شورا ته د ۱۳۹۴ مالي کال د بودجې وړاندې کولو پر مهال ویلي چې راتلونکی کال به د افغانستان ملي بودجه له ۱۵ میلیارده افغانۍ کسر سره مخ شي. د چارو ادارې او د وزیرانو شورا له دارلانشا څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې عمر زاخېلوال د وزیرانو شورا د وړمې ورځې غونډې ته د ۱۳۹۴ مالي کال لپاره د ملي بودجې طرحه وړاندې کړه ده. زاخېلوال ویلي چې د ۱۳۹۴ مالي کال لپاره « ۴۶۰،۵۵» میلیارده افغانۍ بودجه په پام کې نیول شوې چې«۲۷۸،۲۹» میلیارده افغانۍ یې عادي او « ۱۸۲،۲۶» میلیارده افغانۍ یې پراختیايي بودجه ده. زاخېلوال ویلي د وړاندوینې له مخې به راتلونکی مالي کال د افغانستان د ملي عوایدو کچه « ۴۴۵،۱» میلیارده افغانۍ وي چې له دې ډلې « ۱۳۰،۱» میلیارده افغانۍ به له داخلي منابعو او « ۳۱۵» میلیارده افغانۍ به له بهرنیو مرستو وي چې په دې اساس به په دغه کال کې د ملي بودجه کسر ۱۵،۴ میلیارده افغانۍ وي. د ماليې وزیر ویلي چې په راتلونکي کال کې د پوهنې او لوړو زده کړو له وزارتونو پرته د نورو وزارتونو لپاره د ۱۳۹۳ مالي کال په اندازه عادي بودجه په پام کې نیول شوې او په ټولو وزارتونو کې د تشکیلاتو زیاتولی په پام کې نه دی نیول شوی. ده دغه راز څرګنده کړې چې د غیرې ضروري مصارفو لکه امتیازي معاشونو، د لوکسو او غیرې ضروري توکو پېرلو، مېلمستونونو د کرایو او د غیرې ضروري سفرونو د مخنیوي طرحه یې جوړ کړې چې له مخې به یې په وزارتونو او نورو دولتي ادارو کې په عادي بودجه کې توازون رامنځته شي. وزیرانو شورا تر هر اړخ بحث وروسته د راتلونکي مالي کال لپاره د ماليې د وزیر له لوري د بودجې وړاندې شوې طرحه تایید کړې ده. د افغانستان مالي کال له زېږدیز کال سره برابر شوی له همدې کبله د جدیې میاشتې له لومړیو څخه پیلېږي. د راتلونکي مالي کال د بودجې د کموالي طرحه په داسې وخت کې وړاندې شوې چې د هېواد اقتصاد د ټاکنیز کړکېچ له کبله رامنځته شویو ستونزو ډېر زیانمن کړی دی. د ماليې وزیر عمر زاخېلوال په دې وروستیو کې له بي. بي. سي سره په مرکه کې ویلي وو چې د ټاکنو بهیر افغان اقتصاد ته پنځه میلیارده ډالره زیان اړولی دی. ده دغه راز ویلي وو چې شپږ میلیارده ډالره شخصي بانګه هم له هېواد ایستل شوې ده. ده ګواښ کړی و که د ټاکنو بهیر نور هم اوږد شي دوی نه شي کولی دولتي مامورینو ته معاش ورکړي. زاخېلوال ویلي د اقتصادي ستونزو له کبله یو شمېر دولتي کارکوونکي دندې له لاسه ورکړي او د یو شمېر نورو به معاشونه کم شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery