مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-27   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

له ۵ میاشتو راهیسې د پانګونې بهیر په ټپه درېدلی

احمد فیصل
له پانګونې د ملاتړ اداره ایسا وايي له تېرو پنځو میاشتو راهیسې په هېواد کې د پانګونې بهیر په ټپه درېدلی دی. د دې ادارې مشر وفی الله افتخار وايي پنځه میاشتې کېږي چې په هېواد کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونه درېدلې ده. افتخار د پانګونې د درېدو اساسي علت د ټاکنیز بهیر اوږدېدل او په هېواد کې ناوړه سیاسي حالت بللی دی. نوموړي ویلي چې د هېواد ناڅرګندې سیاسي راتلونکې پانګوال ناهیلي کړي دي. د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې افتخار ویلي: « خلک اندېښمن دي، په ځانګړي ډول خصوصي سکټور. کله چې پانګوال د هېواد له راتلونکي بې خبره وي او په هېواد کې سیاسي بې ثباتي وي هېڅوک پانګونه نه کوي.» سره له دې چې د ماليې وزیر حضرت عمر زاخېلوال ویلي چې د ټاکنو بهیر له پیله تر اوسه له هېواده شپږ میلیارده ډالره شخصي پانګه ایستل شوې ده، خو افتخار دغه ادعا رودي. دی وايي پانګه له هېواده ایستل شوې نه ده، بلکې پانګونه درېدلې او پانګوال د هېواد د سیاسي وضعیت ښه والي ته په تمه دي. دی وايي که د ټاکنو بهیر نور هم اوږد شي، پانګوال به جدي پرېکړه وکړي، چې دغه کار به د هېواد اقتصادي کړکېچ نور هم جدي کړي. له دې سره سره له پانګونې د ملاتړ ادارې مشر وايي کورني او بهرني پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېوال دي او که د ټاکنو پایلې ژر معلومې شي، دوی به بېرته پانګونه پیل کړي. ښاغلي افتخار په ټینګار ویلي چې: « په هېواد کې د پانګونې ډېر فرصتونه شته. په افغانستان کې د پانګونې ګټه د سیمې تر نورو هېوادونو ډېره ده او له همدې کبله ډېری پانګوال په هېواد کې د وضعیت ښه کېدو ته په تمه دي. موږ هیله من یو چې افغانستان ژر له اوسني حالت څخه ووځي او د افغانانو برخلیک معلوم شي.»
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery