مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-27   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

۳۰ سلنه ساختماني شرکتونو خپل وسایل او پانګې له هېواد ایستلې

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
په کابل کې د ساختماني شرکتونو چارواکي وايي چې د ټاکنیز کړکېچ له امله اتیا په سلو کې رغنیزې چارې کمې شوې او نږدې دېرش په سلو کې خصوصي شرکتونو خپل وسایل په ارزانه بیه پلورلي او یا هم بهر ته یې لېږدولي دي. د ټاکنو د پروسې اوږدېدو د هېواد پر اقتصادي او امنیتي وضعیت ناوړه اغېز کړی ، چې له دې جملې یو هم ساختماني سکتور دی. په کابل کې د ساختماني شرکتونو اتحادیه وايي چې له دغه اتحادیې سره ټول ۱۵۰ شرکتونه ثبت و، خو د وروستي وضعیت له امله نږدې ۳۰ سلنه شرکتونه له فعالیته لوېدلي او خپل وسایل یې بهر ته لېږدولي او یا یې هم خرڅ کړي. د پیمان په نوم د ساختماني شرکتونو د اتحادیې مشر امان الله احمدزی وايي چې یادو شرکتونو د کار د نشتوالي له امله خپل وسایل په ارزانه بیه پلورلي او ځینو خپل ماشینونه د کار لپاره دوبۍ ته لېږدولي دي. نوموړي پژواک خبري اژانس ته ویلي چې حاضر دمه یو شمېر پانګوال خپله پانګه بهر ته لېږدوي او پر راتلونکې د بې باورۍ له امله په داخل کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي. احمدزي زیاته کړه: «که د ټاکنو پروسه تر دې هم اوږده شي او پانګوال د خپلې راتلونکې په اړه ډاډه ونه اوسي، څوک پانګونه نه کوي او دا کار د هېواد وضعیت له بدو بدتر کوي.» دغه شرکتونه چې د څرخي پله او عبدالحق څلور لارې ترمنځ د غځېدلي عمومي سړک پر دواړو خواوو کې موقعیت لري، اوس لیدل کېږي چې زیاترو یې خپل تجهیزات پلورلي او له فعالیته پاتې دي. د محمد دین افضلي په نوم د یوه ساختماني شرکت مسئول، نورالدین وايي چې مخکې په دغه شرکت کې لسګونه کسان پر کار بوخت و، خو اوس یوازې څلور تنه په کې پاتې دي. دی وايي یو کرن چې په ۱۵۰ زره ډالره یې اخیستی و، اوس یې څوک په ۵۰ زره هم نه اخلي. د هغه په وینا یو شمېر شرکتونو خپل ماشینونه په کورونو کې درولي دي او یو شمېر نورو په ناچیزه بیه پلورلي او یا یې هم بهر ته لېږدولي دي. د عبدالغفور فیصل ساختماني شرکت منشي دلاور هم وايي چې د تېرو کلونو په پرتله یې کارونه اتیا په سلو کې کم شوي دي. نوموړي د کاروبار د نشتوالي اصلي لامل ټاکنیز کړکېچ په ګوته کړ چې په وینا یې له څو میاشتو راهیسې یې کارونه په ټپه ولاړ دي. بلخوا د افغانستان له پانګونې د ملاتړ ادارې (ایسا) د عامه اړیکو مسوول روح الله احمدزی مني چې د ټاکنیز کړکېچ له امله یو شمېر شرکتونه تړل شوي دي، خو بهر ته د وسایلو د لېږد خبره یې رد کړه. ده وویل، حاضر دمه له ایسا سره ۴۰ زره شرکتونه ثبت دي چې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي. نوموړي وویل چې د ټاکنو اوږده بهیر پر پانګونې ناوړه اغېز کړی دی. دی وايي چې د ناڅرګند وضعیت له امله یو شمېر پروژې ځنډېدلي او دغه کار د هېواد اقتصاد له رکود سره مخ کړی دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery