مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-27   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

اقتصادي کړکېچ د فرانسې حکومت استعفا ته اړ کړ

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولانډ لومړي وزیر منویل والز ته وروسته له هغې د نوي حکومت جوړولو امر کړی چې دوو وزیرانو د دوی د اقتصادي سپما پر پالېسیو نیوکې وکړې. د والز له خوا د کابینې د استعفا له اعلان سملاسي وروسته هولانډ له ده وغوښتل چې نوې کابینه جوړه کړي. د اقتصاد وزیر ارناډ مونټیبرګ او د پوهنې وزیر بینویټ همون ښایي خپلې دندې له لاسه ورکړي. دغو وزیرانو له حکومته غوښتنه کړې وه چې د ټیټې کچې ودې د ستونزې د اواري لپاره دې د جرمني د مالي محدودیتونو پر وړاندې مقاومت وکړي. د اونۍ په پای کې مونټیبرګ وویل چې د سپما پالیسۍ د پرمختګ مخه نیولې او وايي فرانسه او ټول یورو زون کې اقتصادي ناکامي څرګنده ده. د حکومت د استعفا د وړاندې کولو پر مهال لومړي وزیر وویل چې ښاغلي مونټیبرګ د "یوه ژیړې کرښې" نه سرغړاوی کړی دی. وروسته ولسمشر هولانډ یوه وینا خپره کړه او له لومړي وزیره یې وغوښتل چې نوې کابینه جوړه کړي. ښاغلي هولانډ دوه کاله مخکې (۲۰۱۲) کې د نوموړي د لوړې کولو پرمهال ژمنه کړې وه، چې فرانسه به له اقتصادي کړکېچه راوباسي. د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر یوې سرچینې ویلي چې د کابینې د استعفا پر سر لومړی وزیر والز او ولسمشر هالنډې سره یوه خوله وو. د بي. بي. سي د راپور له مخې په فرانسه کې وزګارتیا له ۱۰ سلنې پورته ده، وده په ټپه درېدلې او نظر پوښتنې ښیي چې تر ۲۰ سلنه لږ رای ورکونکي په دې باور دي چې ښاغلی هولانډ ښايي د اقتصاد په بیا رغولو کې بریالی شي. د دغو ستونزو د اواري لپاره هولانډ لګښتونه کم کړي چې د سوداګرۍ په برخه کې د مالیې کچه را ټیټه کړي او اقتصاد پیاوړی کړي. خو په ګوند کې یې ځینې غړي د ده له دغه ډول پالیسیو سره مخالفت لري. مخالفین یې غواړي چې دی اقتصادي سپما و نه کړي او کورنیو ته لا ډېرې پېسې ځانګړې کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery