مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-27   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

سويل : د شمشاد راډيو ټلويزيون د محلي دستګاه سوځيدل وغندل سوه .

benawa afghanistan
لودين
په سويلي حوزه کې ولايتي اداري ، ازاد خبريالان ، مدني بنسټونه او د ازادو خبريالانو څخه د دفاع ټولني  په بلخ ولايت کي د شمشاد نړيوال راډيو ټلويزيون د  محلي دستګا سوځول په کلکو ټکو غندي او دا بريد د بيان پر ازادۍ بريد بولي .

ژورنالستانو  ، مدني ټولنو او ولايتي ادارو د شمشاد تلويزيون د محلي دستګا سوځيدل وغندل .
په سويلي حوزه کې ولايتي اداري ، ازاد خبريالان ، مدني بنسټونه او د ازادو خبريالانو څخه د دفاع ټولني  په بلخ ولايت کي د شمشاد نړيوال راډيو ټلويزيون د  محلي دستګا سوځول په کلکو ټکو غندي او دا بريد د بيان پر ازادۍ بريد بولي .
په بلخ ولايت کې د شمشاد راډيو تلويزيون د نړيوالې شبکې نشراتي سايټ  وړمه شپه سوځيدلي دي.
په دې پيښه کې د شمشاد تلويزيون او شمشاد ايف ايم د ترانسميټرونو په ګډون ټول بريښنايي او نشراتي وسايل په بشپړ ډول له منځه تللي دي.
ظاهرآ داسې ښکاري، چې دغه سايټ ته دې د سوند توکو پر مټ په لوي لاس اور اچول شوي وي.
د شمشاد اداره د بلخ له امنيه قوماندانۍ څخه په دې اړه د لازمو پلټنو او له شمشاد سره د خپلو موندنو د شريکولو غوښتنه کوي.
د هيواد د مرکز او نورو ولايتونو تر څنګ په کندهار ، زابل  او ارزګان ولايتونو کې هم د خلکو غبرګونونه پاريدلي دي.
په کندهار کې د ازادو خبريالانو خونه ( پريس کلب ) د ني سيمه ايز دفتر ، د خبريالانو د خونديتوب کميټې ، د ژورنالستانو د ملي اتحاديي سيمه ايز مرکز ،   ځوان حرکت او  د ځوانانو کاروان ،  مدني فعالانو ، د زابل ولايتي ادارې او د دې ولايت خبريالانو ، د ارزګان ولايتي ادارې او ددې ولايت خبريالانو ياده پيښه په کلکو ټکو غندلې او دا بريد يې د بيان پر ازادۍ بريد بللی دی .
ژورناليستان ، مدني فعالان او ولايتي ادارې له دولت او اړوندنو  ارګانونو څخه غواړي ، چې په دې اړه جدي پلټني وکړي او عاملين يې د قانون منګولو ته وسپاري .
شمشاد لومړني معتبر  پښتو چينل دی، چې له تيرو اتو کلونو راهيسې په پښتو ژبه خپرونې کوي او د هيواد  د نورو سيمو تر څنګ په شمال کې هم  ګڼ شمير مينه وال لري.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery