مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-27   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

کندهار : د شپي پوهنتون دپاره ۱۰۰۰ تنو ازموينه ورکړل .

لودين

په کندهار کې د شپي پوهنتون دپاره د د وولسمو ټولګيو د زرو تنو څخه  د کانکور ازموينه واخستل سوه .
ازمويني ته تر دوولس سوه زياتو کسانو نوم ليکنه کړي وه ، خو په ازموينه څه باندي زرو تنو ګډون کړی وو ، د کندهار پوهنتون رييس وايې ، د شپي پوهنتون د هغو کسانو دپاره دي ، چې د ورځي له لوري خپله دنده تر سره کوي او مازيګر خپلو لوړو زده کړو ته ځي .

د کندهار پوهنتون اړوند د شپي پوهنتون دپاره څلور پوهنخي اقتصاد ، زراعت ، ښوونه او روزنه او شريعات  ټاکل سوي دي .
دا پوهنتون د تيرو څلورو  کلنو راهيسي په کندهار کې د هغو فارغينو دپاره جوړ سوی دی ، چې د ورځي له لوري بوختو مامورينو او يا هم په شخصي کارونو اخته کسانو ته د لوړو زده کړو زمينه پکښي برابره ده .
د  کانکور دې وروستۍ ازمويني ته ۱۲۵۰ تنو نوم ليکنه کړي وه  ، چې له ډلې يې يوازي څه باندي زر تنه حاضر وه .
د کندهار پوهنتون رييس ډاکټر حضرت مير توتاخيل   خبريالانو ته وويل  ، چې  د شپې پوهنتون  د مصروفو فارغينو دپاره ډير موثر تماميدای سي ،
کندهار پوهنتون د سهار او ماپښين له خوا هم زرګونه محصلين لري ، چې په بيلابيلو پوهنځيو کې لوړي زده کړي کوي . د  کندهار پوهنتون دپاره اوس نوي ودانۍ هم جوړي سوي دي او د تيرو کلنو پر پرتله يې پرمختګ د ورايه ښکاري .

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery