مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-27   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

«پاکستان په افغانستان کې د سیاسي او اقتصادي بحران په لټه کې دی»

احمد فیصل
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست د پاکستان پوځ او استخبارات د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په وروستیو نا امنیو کې ښکېل وبلل او په دې اړه یې د کره شواهدو د شتون ادعا وکړه. د ملي امنیت ریاست چارواکو نن په یوه خبره غونډه کې وویل، دوی حاضر دي چې د تضمین په صورت کې د خپلې دغې ادعا په اړه پاکستان ته کره اسناد وړاندې کړي، خو په وینا یې چې دغه ډول همکاري هېڅکله اغېزناکه نه ده ثابته شوې او له پاکستاني لوري سره د اطلاعاتو تر شریکولو وروسته د ترهګرو مرکزونه او ځالي ډېر ژر خوندي ځایونو ته لېږدول شوې دي. سرچینه زیاتوي چې پاکستان له ترورېزم سره په مبارزه کې تر اوسه صادقانه همکاري نه ده کړې او همدا اوس پاکستاني پوځیان او ملېشې له افغان طالبانو سره اوږه په اوږه د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي. ملي امنیت وايي چې پاکستاني پوځیان د طالبانو په واسطه غواړي چې د افغانستان له حساس سیاسي وضعیت څخه په استفادې، دغه هېواد له اقتصادي، سیاسي او امنیتي بحران سره مخ کړي. ملي امنیت وايي چې طالبان اوس له هر پلوه کمزوري شوي او د افغان ځواکونو زوړرتیا او وړتیا د دې سبب شوې چې دښمن په خپلو عملیاتو کې بدلون راولي او له خپلو پاکستاني بادرانو څخه لا ډېره مرسته وغواړي. د سرچینې په وینا په دغه نیابتي جګړه کې د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اس ای مستقیمه لاسوهنه اوس لا جدي شوې چې اغېزې یې په اوپراتیفي او ستراتېژیکه کچه لیدل کېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery