مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-27   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

رسوليار : د شمشاد پر نشراتي وسايلو بريد د بيان پر ازادۍ بريد دی .

لودين

د زابل مرستيالي وايي ، چې په بلخ کې  د شمشاد تلويزيون د  محلي دستګا او نشراتي وسايلو  سوځول د ډيموکراسۍ پر مهم اصل ( بيان ازادي ) باندي بريد دی .
د بلخ د مرکز مزار شريف دپاره د شمشاد د نړيوال راډيو ټلويزيون  د محلي نشراتو وسايل او دستګا وړمه شپه ناپيژاندو کسانو سوځولي او په بشپړ ډول يې  وران کړي دي .
د هيواد د نورو سيمو تر څنګ د کندهار ، ارزګان او هلمند ولايتونو په ګډون د زابل ولايتي ادارې هم دغه کړنه وغندل .
مرستيال والي محمدجان رسوليار وايې ، چې د بيان د ازادۍ   د تيرو ديارلسو کلنو لاسته راوړنو ته په کتو سره بايد  جدي پلټني وسي او د پيښي عاملين د عدالت ميز ته را کش کړل سي .
محمدجان رسوليار وايې ، چې د شمشاد پر نشراتي وسايلو د بريد په اړه سخت خواشيني دي او هيله ښيي ، چې ځايي اداره ډير ژر د پښي عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يي وسپاري .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery