مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-29   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

که چا ښه کولې

محمدالله ساپی‎



که چا ښه کولې
 دا ګران وطن به یی زموږ نه ورانولې
 که چا ښه کولې
 د نفاق تخم به یی دلته نه کرلې
 وطن ته ګوری چی ورانیږي ، ځوانان مو بی وجهی قتلیږي
 که چا ښه کولې
 لږ به یې زړه په دی وطن باندی سیزلې
 که چا ښه کولې
 د نفاق تخم به یی دلته نه کرلې
 دا څه حالات دلته روان دي ، بی لاری شوی افغانان دي
 که چا ښه کولې
 نه قصابې به یې په ورور باندی کولې
 که چا ښه کولې
 د نفاق تخم به یې دلته نه کرلې
 رنګ رنګ ظلمونه دلته وه شول ،هر رنګ قتلونه دلته وه شول
 که چا ښه کولې
 د جنګ لمبو ته به لمن یی نه وهلې
 که چا ښه کولې
 د نفاق تخم به یی دلته نه کرلې
 رایه خو ورکړه افغانانو ، چی شی نور خلاص د ظالمانو
 که چا ښه کولې
 اوس به په نره نتایج یی هم منلې
 که چا ښه کولې
 د نفاق تخم به یی دلته نه کرلې
 زما ستا وینی دی تویږي ، دوی په حکومت دی نه جوړیږي
 که چا ښه کولې
 دوی به بی ځایه دا پلمې نه جوړولې
 که چا ښه کولې
 د نفاق تخم به یې دلته نه کرلې
 ملت یې لاس کی یرغمال دی ، په څو چوکیو لوی جنجال دی
 که چا ښه کولې
 د خپل څادر سره به پښی یی غزولې
 که چا ښه کولې
 د نفاق تخم به یې دلته نه کرلې
 افغانه ولی نه ویښیږې ، په سرنوشت دی لوبی کیږې
 که چا ښه کولې
 نوره تیاره به یې په موږ نه راوستلې
 که چا ښه کولې
 د نفاق تخم به یې دلته نه کرلې
 نه سر او مال مو په امان دی ، د وحشت ظلم لوی دوران دی
 که چا ښه کولې
 مظلوم ولس به یی نور نه ازارولې
 که چا ښه کولې
 د نفاق تخم به یې دلته نه کرلې
 لاس کې طالب او د ملا یو، یا بنده ګان د امریکا یو
 که چا ښه کولې
 زموږ بچی به یې په یو بل نه وژلې
 که چا ښه کولې
 د نفاق تخم به یې دلته نه کرلې
 څوک د غربت نه لاړ عسکر شو ، بل پنجا بي سره نوکر شو
 که چا ښه کولې
 خپلی صلاح به یې په موږ نه ازمایلې
 که چا ښه کولې
 د نفاق تخم به یې دلته نه کرلې
 تقسیم په څو برخو هیواد دی ، هر څوک په فکر د فساد دی
 که چا ښه کولې
 نه به د ژبې نه یې سمت لاری نیولې
 که چا ښه کولې
 د نفاق تخم به یې دلته نه کرلې
 لاس کې ورغلي دلیوانو ، لاره خطا ده د مشرانو
 که چا ښه کولې
 لاس د ورو ری به یې یو بل ته ورکولې
 که چا ښه کولې
 د نفاق تخم به یې دلته نه کرلې
 ستا په ملت ظلمونه کیږي ، ساپیه زړه دی پری خوږیږي
 که چا ښه کولې
 نوری به وینې یې زموږ نه تویولې
 که چا ښه کولې
 د نفاق تخم به یې دلته نه کرلې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery