مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د هرات د صنعتي پارکونو ۳۰۰۰ کارګرو دندې له لاسه ورکړې

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د هرات د صنعتکارانو د ټولنې مشر وايي په دغه ولایت کې د پانګوالو او خلکو ستونزې په وروستیو کلونو کې تر ټولو ناوړه حالت ته رسېدلي دي. حمیدالله خادم ویلي اقتصادي او مالي وضعیت داسې حالت ته رسېدلی چې په وروستیو کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی. د ټاکنو د پایلو پر سر رامنځته شوي سیاسي کړکېچ په هرات کې چې د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله صنعتي فعالیتونه په کې ډېر دي، د کار په مارکېټ کې فاجعه رامنځته کړې ده. خادم ویلي په تېرو پنځو میاشتو کې د ټاکنیز کړکېچ له کبله یوازې د هرات د صنعتي ښارګوټي دری زره کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. د صنعتکارانو د ټولنې مشر له جمهور خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي: د هرات د خلکو او پانګوالو بد اقتصادي او مالي وضعیت په وروستیو کلونو کې تر ټولو وخیم حالت ته رسېدلی دی. ده ویلي د بېلګې په توګه د دې یادونه کولی شي چې د ټاکنو پر سر د رامنځته شوي کړکېچ له پیله تر اوسه فابریکو خپل دری زره کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي. ده ټینګار کړی چې په یوه ولایت کې په دومره لږ وخت کې د دومره ډېرو خلکو له دندې ګوښه کول اقتصادي بحران دی چې لومړۍ درجه زیان یې کارګر پوړ ته رسېږي. له بلې خوا هغو کارګرو چې د هرات په صنعتي ښارګوتي کې یې خپلې دندې له لاسه ورکړې ویلي چې په ډېر لږ مزد هم د دندو پر پیدا کولو نه دي بریالي شوي. دوی وايي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او ددغه کار ستر لامل د کار د مارکېټ په مدیریت کې د دولت پاتې راتلل او په ټاکنو کې د ښکېلو سیاستوالو نه پاملرنه بولي. کارګرو پر دولت غږ کړی چې د دغه وضعیت د پای ته رسولو په موخه ژر تر ژر کاري فرصتونه رامنځته کړي او پرې نه ږي چې د کار په برخه کې رامنځته شوی کړکېچ تر دې هم شدید شي. د هرات د والي مرستیال اصیل الدین جامي د کار په برخه کې د بحران رامنځته کېدو د پخلي ترڅنګ وايي چې د دې ستونزې اصلي لامل د ټاکنز بهیر اوږدېدل دي. جامي که څه هم دا نه مني چې د هرات د صنعتي ښارګوټي دری زره کوونکو دې دندې له لاسه ورکړې وي، خو وايي چې د وزګارو شویو کسانو شمېر دې ته نږدې دی. د والي مرستیال ویلي ولایتي اداره په جدیت کارګرې طبقې ته د کار پیدا کولو په لټه کې ده او په دې برخه کې له یو شمېر پانګوالو او فابریکو سره خبرې هم شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery