مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-01   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

حامد کرزی د نوي ولسمشر تر لوړې پر څوکۍ پاتې کېږي

benawa afghanistan
لودين

ده ټولې هغه ګونګوسې ، اوازې او څرګندونې رد کړې ، چې ويل کيږي د راتلونکې سه شنبې په ورځ به ولسمشر خپل کار ته د پاى ټکى کيږدي او ارګ به پرېږدي.

چارواکي وايي چې ولسمشر حامد کرزى به د نوي منتخب ولسمشر د لوړې تر مراسمو پورې خپل کار ته  دوام ورکړي.

يادې څرګندونې د ولسمشرکرزي وياند ايمل فيضي د وږي په ٩مه پژواک اژانس ته وکړې او ويې ويل، تر هغه وخت پورې چې رسما نوي منتخب ولسمشر ته قدرت نه وي انتقال شوى ، تر هغه وخت پورې به ولسمشر حامد کرزى په خپل ځاى  پاتې وي.

ده ټولې هغه ګونګوسې ، اوازې او څرګندونې رد کړې ، چې ويل کيږي د راتلونکې سه شنبې په ورځ به ولسمشر خپل کار ته د پاى ټکى کيږدي او ارګ به پرېږدي.

فيضي زياته کړه، چې دا د قانون له مخې د ولسمشر کرزي مسووليت دى، چې د نوي منتخب  ولسمشر چې د ټاکنو کمېسيون له خوا رسما اعلانيږي او بيا د لوړې مراسم تر سره کوي تر هغه مهال پورې به خپل کار ته دوام ورکوي .

ولسمشر حامد کرزي په ټينګار سره غوښتنه کړې، چې د ټاکنو روانه پروسه دې ژر پاى ته ورسول شي او د وږي په ١١مه دې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم ترسره شي.

خو د ولسمشر تر دغو څرګندونو څو ورځې وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي يان کوبيش له ولسمشر سره د ليدنې پر مهال وويل چې د وږي تر ١١مې د رايو د تفتيش پاى ته رسول ممکن نه دي او کېداى شي دغه پروسه د وږي تر ١٩مې پاى ته ورسېږي.

خو د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر عبدالستار سعادت نن په يوه خبري ناسته کې وويل ، چې حامد کرزي په وار، وار تاکيد کړى چې سې شنبې (د وږي ١١مه) به ارګ پرېږدي.

سعادت زياته کړه: "زه بايد په صراحت سره ووايم چې د ولسمشر حامد کرزي دغه کار د اساسي قانون خلاف دى."

هغه وويل، د ولسمشر له دغه هوډ څخه چې د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره واک په سوله ييز ډول بل منتخب ولسمشر ته لېږدوي، د ستاينې وړ دى خو د نوي ولسمشر تر ټاکلو د هغه له خوا د ارګ پرېښودل ستونزې را ولاړوي.

خو بله خوا د ولسمشر وياند ايمل فيضي د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر عبدالستار سعادت د يادو څرګندونو په اړه وويل ، دى تعجب کوي چې دا خبرې يې  په کوم اساس کړې دي.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery