دخپریدو نیټه : 2014-09-01 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په بغلان کې د حزب اسلامي یوه قوماندان وژل شوی
احمد فیصل
په بغلان کې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو قوماندان له خپلو دو ملګرو سره وژل شوی او د دې ډلې څلور نور غړي ټپیان شوي دي. د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوېد بشارت وايي قوماندان زلمی تېره شپه د مرکزي بغلان ولسوالۍ په کوکچنار سیمه کې د پولیسو د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی. د سیمې خلکو ویلي چې دغه قوماندان دوه کاله وړاندې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې یو ځل ټپي شوی هم و.