مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-01   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

کبیر خان له خپلې دندې استعفا وکړه

احمد فیصل
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې بهرنى روزونکى کبيرخان له خپلې دندې استعفا وکړه. کبيرخان د خپلې استعفا اعلان نن د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رييس سلاکار وزير شهزاده مسعود او د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد په شتون کې وکړ. هغه زياته کړه چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبـډلې د روزونکي په توګه دنده ترسره کوله، خو اوس د ځينو شخصي کارونو له امله دا دنده نه شي پر مخ وړلى. نوموړي د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ستاينه وکړه چې په ډېر کم وخت کې يې زياتې لاسته راوړنې درلودې. د کرکټ بورډ عمومي رييس سلاکار وزير شهزاده مسعود وويل چې پخوا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ډېرې لاسته راوړنې نه درلودې، خو د کبيرخان په راتګ سره ملي لوبډلې نړيوالو جامونو ته لارې پيدا کړې او ډېرې لاسته راوړنې يې درلودې. شهزاده مسعود وويل، هڅه کوي چې ژر تر ژره د کبيرخان ځاى ناستى وټاکي. د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکتر مراد هم د کبير خان د هلو ځلو ستاينه وکړه او ويې ويل چې دوى هڅه کوي ژر تر ژره ملي لوبډلې ته يو روزونکى پيدا کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery