دخپریدو نیټه : 2014-09-01 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
مستغني: حکومت د ناټو په غونډه کې ګډون ته چمتووالی لري
احمد فیصل
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په ویلز کې د ناټو جوړېدونکې غونډې ته افغان حکومت بشپړ چمتووالی لري او ګټوره اجنډا یې ورته جوړه کړې ده. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله ښيي چې د ویلز په جوړېدونکې غونډه کې به د ناټو مشران پر هغو ژمنو موافقه وکړي، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته یې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ لپاره کړې دي. د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني وایي چې د افغان حکومت له خوا د ویلز غونډې ته بشپړ چمتووالی نیول شوی او د موظفو کاري کمېټو غړي یې لندن ته رسېدلي دي. مستغني پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل تر وروستۍ شېبې به هم د ټاکنو نتیجې ته منتظر شي خو که معلومه نه شوه د افغانستان په استازیتوب به د دفاع وزیر په دې غونډه کې ګډون وکړي.