مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-02   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ټاکنیز بهیر؛ تکراري او بې معنی ګواښونه

احمد فیصل
سرچینه : د سرنوشت ورځپانې سرلیکنه
د اصلاحاتو او همپالنې ټاکنيز ټيم پرون یو ځل بیا ګواښ وکړ، چې که تر راتلونکو ٢٤ ساعتونو پورې د دوى غوښتنې ونه منل شي، نو د ملي يووالي حکومت د رامنځته کولو د سياسي خبرو اترو لړۍ به هم پرېږدي. دغه ټیم وايي د ملي يووالي حکومت رامنځته کول هغه مهال ممکن دي، چې د رايو د بياڅېړنې لړۍ په رڼه توګه مخ ته يوړل شي او د ټاکنو پايلې څرګندې شي. ددغه ټیم ویاند فاضل سانچارکي پرون دغه راز وویل، که چېرې د ټاکنو لړۍ همدا ډول دوام ومومي او د ټاکنو پايلې اعلان شي، نو دوى ته به د منلو وړ نه وي او مردودې دي. دا نه لومړی ځل دی او نه هم ښايي وروستی ځل وي، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم پریکون او یا هم د پریکون ګواښ کوي. خو دا ګواښونه او پرېکونونه نور دومره زیات شوي چې خپل اهمیت یې له لاسه ورکړې دی او خلک ددغو پریکونونو او ګواښو پروا نه کوي. ددغو پرېکونونو او ګواښونو لامل هم داسې دی چې دا پریکونونه او ګواښونه یې بې معنی او به ارزښته کړي دي. په داسې حال کې چې تر اتیا سلنه زیاتې رایې بیا شمېرل شوي او معلومه شوې چې د درغلیو په تړاو د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم ادعاوې ښکرور دروغ وو او د تحول او تداوم ټیم په غوڅ اکثریت دغه ټاکنې ګټلي، نو د اصلاحاتو او همپالنې پرېکون نور هم بې ارزښته کیږي. د رایو بیا شمېرنه د سلګونو کورنیو او بهرنیو څارونکو په مخ کې وشوه او ددې شمېرنې په پایله کې معلومه شوه چې خورا کمې رایې باطلې دي او هغسې درغلي نه ده شوې چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم یې ادعا کوله. دا چاره دوه مسایل ثابتوي، یو دا چې ټاکنې اشرف غني احمدزي ګټلي دي او هغه به د افغانستان راتلونکی منتخب ولسمشر وي او بل دا چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم خلکو ته دروغ ویلي وو او د دوی د لانجو او درغو له امله نه یوازې ټاکنیز بهیر اوږد شو، بلکې له دې امله د افغانستان خلکو ته په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخه کې درانه زیانونه واوښتل. په دې سره د اصلاحاتو او همپالنې ټیم نه یوازې دا چې خپل باور او موقف له لاسه ورکوي، بلکې د ټاکنیزې لانجې له امله د ټولو ناخوالو پړه هم پر دوی ور اوړي. د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ددې ترڅنګ په راتلونکي حکومت کې هم هغسې واک لاسته را نه ووړ چې دوی یې فکر کاوه، نو له همدې امله بیا د پریکون او ګواښ خبرې کوي. خو اوس دا ګواښونه او پرېکونونه هېڅ اهمیت نه لري، ځکه د دوی ادعاوې غلطې ثابتې شوې او ټاکنو نه یوازې کورنی، بلکې نړیوال باور هم پیدا کړ. له همدې امله د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم خبرو ته نور نه په افغانستان کې دننه او نه هم په نړیواله کچه څوک ارزښت ورکوي. د ټاکنو پایله به په څو ورځو کې اعلانیږي او هغه به د افغانستان ولسمشر شي د افغانستان د خلکو ډېرې رایې ګټلي دي. دا چاره قانوني او کېدونکې ده، د اصلاحاتو او همپالنې ټیم خوښي او خپګان مهم نه دی او راتلونکی ولسمشر به قانوني او مشروع وي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery