مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-02   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ناټو ملکي استازی: د ناټو په سرمشریزه کې ګډه اعلامیه نه خپرېږي

احمد فیصل
د ناټو سازمان په سرمشريزه غونډه کې دا ځل د افغانستان په اړه ګډه اعلاميه نه خپرېږي. دغه څرګندونې په افغانستان کې د ناټو سازمان ملکي استازي موريټس يوکيمس (Maurits R. Jochems) په کابل کې له يو شمېر خبريالانو سره د ناستې پر مهال وکړې. ټاکل شوې د ناټو دوه ورځنۍ سرمشريزه غونډه د وږي په ١٣مه د انګلستان په وېلز ښار کې پيل شي. افغانستان هم د دې غونډې يو له مهمو موضوعاتو څخه دى. د ناټو ملکي استازي وويل چې د يادې غونډې په لومړۍ ورځ د افغانستان د وروستيو حالاتو، د ايساف د پاى ته رسېدونکي او د ناټو د روزنې د نوي ماموريت او د افغان ملي ځواکونو د تمويل په اړه خبرې کېږي. د هغه په وينا، دغه راز په دې غونډه کې به د اوکراين او عراق د موضوعاتو تر څنګ د ناټو پر دفاعي سيستم او نورو ننګونو باندې هم خبرې وشي. موريټس يوکيمس وايي چې په دې غونډه کې د شاوخوا ٦٠ هېوادونو ولسمشران، لومړي وزيران او نور استازي ګډون کوي. د ناټو ملکي استازي زياته کړ چې په دې غونډه کې د منځنۍ اسيا هېوادونو تر څنګ پاکستان ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. دى وايي چې د ناټو سازمان او ايساف همکار هېوادونه به د افغانستان له ملي ځواکونو سره د مالي مرستو د ادامې خپلې ژمنې هم تازه کړي. د يادونې ده، دوه کاله مخکې د ناټو د شيکاګو په سرمشريزه غونډه کې له افغان ځواکونو سره هر کال د څلور اعشاريه يو ميليارد ډالرو د مرستې اعلان شوى و. خو د افغانستان د ماليې وزير ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال څو ورځې مخکې وويل چې پخوا په عملياتو کې ايساف ځواکونو ګډون کاوو، خو اوس ټول عمليات د افغان ملي ځواکونو له خوا ترسره کېږي چې له امله يې لګښتونه ډېر شوي دي. هغه له ناټو غوښتي وو چې د وېلز په غونډه کې له افغانستان سره د شپږ ميليارده ډالرو مرستې ژمنې وکړي. د ناټو ملکي استازي موريټس يوکيمس وويل چې د زاخېلوال ياده غوښتنه د ناټو او ايساف همکارو هېوادونو ترلاسه کړې او هغوى به د وېلز په غونډه کې پرې غور وکړي. نوموړى وايي چې له بده مرغه د ناټو د وېلز په غونډه کې به د افغانستان په اړه ګډه اعلاميه نه خپرېږي، ځکه چې په دې غونډه کې د افغانستان لوړپوړى دولتي پلاوى ګډون نه کوي. هغه زياته کړه: « ناټو به يو اړخيزه اعلاميه خپروي چې په کې له افغانستان سره د ژمنه شوې مرستې او له افغان حکومت څخه به د دغو مرستو په سمه توګه د لګولو او د فساد پر ضد د مبارزې غوښتنې کېږي.» د يادونې ده، دوه کاله مخکې د شيکاګو په غونډه کې ګډه اعلاميه خپره شوې وه، چې ناټو او افغانستان دواړو په کې ژمنې کړې وي، خو دغه ځل به په يوه اړخيزه اعلاميه کې د افغانستان ژمنې نه وي. د ناټو ملکي استازي د دې پوښتنې په ځواب کې چې که له ناټو او امريکا سره امنيتي سندونه لاسليک نه شي، نو پر يادې غونډې به يې څه اغېزه وي؟ وويل چې د افغانستان دواړو کانديدانو پر يادو سندونو د لاسليک ژمنې کړې دي. موريټس يوکيمس هيله څرګنده کړه چې نوى افغان حکومت به د سولې په پروسه کې بريالى شي او په دې برخه کې به پرمختګونه وکړي. نوموړى وايي:« زه پر اوسني حکومت کومه نيوکه نه کوم، خو څومره چې په کار وه د سولې په پروسه کې بريالى نه و.» د ناټو په غونډه کې د ملي دفاع وزير بسم الله خان د ګډون په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو ملکي استازي وويل چې هغه د افغانستان د حکومت له خوا معرفي شوى، تجربه لرونکى وزير دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery