مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-02   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر کرزي کندهار ته خپل سفر وځنډاوه

احمد فیصل
تمه کېده چې ولسمشر کرزی به په کندهار کې د حضرت عمر فاروق جامع جومات چې د افغانستان په کچه یوه بې سارې پروژه بلل کېږي د پرانیستنې لپاره دغه ولایت ته ولاړ شي. خو د کندهار والي توریالي ویسا پرون مازدیګر مهال په يوه خبري ناسته کې د ولسمشر کرزي د سفر ځنډېدل کندهار ته د ارګ او ولايتي ادارې ترمنځ د ټاکلې ورځې په اړه نه همغږي بللې ده. د ولسمشر د راتګ لپاره له تېرو څلورو ورځو راهیسې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو او ان وړمه ورځ د ولسمشر کرزي تشریفاتي قطعه او امنیتي ګارډ هم تللی و. ویسا تمه ښودلې چې ولسمشر کرزی به په نژدې راتلونکي کې ور شي او یا به هم ولایتي ادارې ته دنده وسپاري چې دغه لوی جامع جومات پرانیزي. د کندهار والي منلې چې ‎د ولسمشر د تشريفاتو مهم کسان هم ورغلي وو، د ارګ يوه سرچينه وايي، ولسمشر د جامع جومات د کار د نه بشپړېدو په اړه بېرته پاتې شوی او ويلي يې دي چې افتتاح ته يې د ټول کار تر بشپړېدو وروسته ورځي. د حضرت عمر فاروق جامع چې د کندهار تر ټولو لوى جومات ګڼل کېږي، د بنسټ ډبره يې ۱۵ کاله مخکې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال اېښودل شوې وه، خو د رغونې لس سلنه چارې يې نه وې بشپړې شوې، چې د طالبانو حکومت سقوط وکړ. دغه ستره پروژه چې درې برخې لري د جامع جومات چارې یې ۹۰ سلنه بشپړې شوې، پاتې دوې برخې چې سوداګریز مارکېټ او دیني مدرسه ده، د جوړېدو چارې یې روانې دي. چارواکي وایي، د جامع جومات پر جوړولو پنځه میلیون ډالره لګښت راغلی او ټوله پروژه ۱۶ میلیون ډالر لګښت غواړي. د کندهار د عمر فاروق مسجد جامع، چې له کلونو کلونو يې د رغونې کار روان دى د افغانستان په کچه تر ټولو لويه جامع ده، چې د دارالحفاظ، مسجد، د ښځو لپاره جامع، دوکانونو او مارکېټونو ترڅنګ په کې پارکونه هم په نظر کې نيول شوي دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery