مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-02   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

هند چابهار بندر ته ۱۰۰ میلیون ډالر ځانګړي کړي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
هند له افغانستان او د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتولو لپاره د ایران د چاه بهار بندر د پراختیا په خاطر سل میلیون ډالره ځانګړي کړل. په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر شید محمد ابدالي د هند پریس ټرست اف انډیا خبري اژانس ته وویل:«د چاه بهار بندر په نهایت کې منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره نښلوي. موږ په اصولو کې موافقه کړې. مسوده چمتو شوې او هند مخکې لا د دغه بندر د پراختیا لپاره سل میلیون ډالره ژمنه کړې ده.» افغان سفیر همداراز وویل:« د هند د حکومت له لوري د دې پیسو ژمنه شوې، موږ یوازې تخنیکي کمېټې ته انتظار یو چې ځینې قانوني مسایل حل کړي.» پاکستان افغانستان ته اجازه ورکوي چې د دغه هېواد د خاورې له لارې هند ته صادرات وکړي خو هند نه پرېږدي چې خپل محصولات افغانستان ته صادر کړي. پاکستان افغان سوداګرو ته هم ځینې وختونه ستونزې او خنډونه جوړوي خو که د چاه بهار بندر پراخ شي د پاکستان پر لارو به د افغانستان اتکا کمه شي. په هند کې د افغانستان سفیر شیدا ابدالي هم وویل، د پاکستان په بندرونو کې د ستونزو له کبله هند او افغانستان پرېکړه کړې چې د وارداتو او صادراتو لپاره د ایران له چاه بهار بندره کار واخلي. د دغه بندر د پراختیا په صورت کې د هند له لوري د افغانستان د حاجي ګک د وسپنې په کان کې د پانګونې خوب هم رښتیا کېدای شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery