مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-11   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

بې څراغه ښار

زرمینه عظیمي

 

-هو هغه شپه مې داسمان هغه ښکلی څیره ښه په یاد ده
 هو څومره ښاسیته بریښیده
 داسې لکه یوه ښایسته په پښتنی هڅوب ښکلی شوی ناوي
 بلکل همداسې یوه شپه وه
 چې ددې ښکلې اسمان په کتوکتو
 دخوب ډرنې ډرنې پلوشې مې سترګو ته راغلې
 اوزه له ځانه سره یوه عجیبه نړۍ ته یوړمه
 داسې یوښارته چې ....
په مادي ښایستونه کې بې همتا ښار
 او په طبیعی ښایستونه کې بې سارۍ
 همداسې په څراغونه رنګینه او بې مثاله
 داسې يو ښارته
 چې ړنا او ړنا وه
 خو دهغوی ړنا بل شانته ښکاریده
 هو ماته دهغوی دړناګانودګ ښار
 دتیاړی نه دګه ښکاریده
 او ولي به نه واي ؟
 پوهیږی
 سربیره په دومره ښکلا او ړنا
 ددې ښار خلک یو بل سره نه پیژندل
 دلته کینه ،دښمنی ،وروروژل
 هو دا هر څه دېر و
 خوزه ورته حیرانه پدې ومه
 چې ددې ښار خلک
 نه خو یوبل ته اړتیا درلود او نه هم کومه ستونزه
 نه پوهیدم چې دا به دڅه لپاره وي؟
 او ښاري هم ښایسته دي دلته خو یرغلګر هم نه و
 بیا به څه علت وی؟
 همداپوښتنی سره روان ومه
 چې دلیری نه یوکس تر نظر شو
 دېردپوخ عمر خاوند او پوه ښکاریده
 سلام نه پس
 ورته وویل
 ولی ددې ښار په ښایستونو
 ښایست
 او ړناګانوګې
 رنا
 نشته؟
 په یوه تریخ مسکاسره یې
 جواب راکړل
 آه لوړی
 داهرڅه اشته
 خو؟
 خو څه ؟
 خو دي ښار خلک کې بینا کس نسته
 هو دلته ټول رانده شوي
 اوهغه هم یوازی
 اویوازی
 ددې دروازی په تړلو سره
 هو یوازی ددې دروازی په تړلو
 مخ مې ورلو
 چې داکومه دروازه ده
 هو
 ومې لیدل
 او څنګه ښه علت
 درانده کیدل لپاره
 هغه هم داسې رانده
 چې سترګی لری
 خودید نلری
 بیا
 یې راته وویل
 هوزموږدښارخلک
 ددې په خارو ختولرلو
 تمیرپه تړلو سره
 بس همدا
 یعنی
 دښوونځی په تړلو
 او جاهلیت ته په مخه اړلوسره
 رانده شول
 هورانده شول
 او زموږدښارړنایې دلته بندی کړل
 پدې
 خوبونو کې دلمرپه زرین ورانګو سره
 راویښه شوم
 اوخپل خوب ته فکر یورمه
 ځکه زما دښار اوکلی
 ړنا هم په تیارو کې دوبه ده
 هو دلته هم
 ړنا نشته
 اودلته هم
 زما دښارښایست
 په تیارو کې دوب ده
 دلته هم ښوونځي زموږ په مخ ټړلی
 هو
 ړنا نشته
 او زما
 ښارهم
 په څراغونوکې بې څراغه ښار
 دی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery