دخپریدو نیټه : 2014-09-15 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
دپنجابي طالب مشر ترشا د ای اس ای اوځینونوروهیوادونولاس دی
سید سلام
د ولسي جرګې ځينې غړي د پنجابي طالبانو د مشر وروستۍ څرګندونې د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاسوهنه بولي او وايي چې بايد مخه يې ونيول شي.
د پاکستان د پنجابي طالبانو د ډلې مشرعصمت الله معاويه درې ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې له دې وروسته به د پاکستان پر ځاى په افغانستان کې خپلو جګړه ييزو فعاليتونو ته دوام ورکړي.
هغه زياته کړې چې په پاکستان کې به خپله مبارزه د تبليغ له لارې پر مخ وړي، خو په افغانستان کې به وسله واله مبارزه کوي.
د ولسي جرګې نايب منشي عرفان الله عرفان وايي،چې د پنجابي طالبانو د مشر د څرګندونو تر شا د پاکستان د استخباراتي شبکې ترڅنګ د يو شمېر نورو هېوادونو لاس هم دى .
ده له افغان حکومت نه غوښتنه وکړه،چې د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د نورو لاسوهنو پر وړاندې جدي غبرګون وښيي.