دخپریدو نیټه : 2014-09-15 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
په زابل کې د۲ماشومانو په ګډون شپږو تنو ته مرګ ژوبله واوښته
سید سلام
د زابل ولايت په بېلابېلو پېښو کې دوه ماشومان،دوه د افغان ملي اردو سرتیري او دوه طالب وسلوال وژل سوي دي .
د دې ولایت د شاه جوى ولسوالۍ امنيه قوماندان شاه زمين ساپي وويل، چې نن غرمه د دې ولسوالۍ د لالي کلي په سيمه کې د ملي اردو د سرتېرو او مخالفينو ترمنځ نښته رامنځ ته سوه، چې دوه سرتېري په کې ووژل سول.
بله خوا بیا د دې ولسوالۍ د ګاچوى په سيمه کې هم نن سهار د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته سوې، چې په ترڅ کې يې دوه وسله وال طالبان وژل سوي او دوه نور ټپيان دي.
له بلې خوا د ياد ولايت د شاه جوى ولسوالۍ د شوبار اوسېدونکي وايي، چې نن سهار د ماين په چاودنه کې دوه ماشومان وژل سوي دي.
يوې امنيتي سرچينې وويل، چې په دې پېښه کې د دوو ماشومانو ترڅنګ دوه وسله وال طالبان هم وژل سوي دي.
وسلوالو مخالیفینو تر اوسه د یادو پیښو په اړه څه نه دي ویلي.