مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-16   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

راویښ سه!!

محمود نظري



مسلمان چې یوسړی مړ کړي هغه تروریست دی
 یهودي که فلسطیني مړ کړي هغه یې رایتیست دی
 عیسوي که مسلمان مړ کړ هغه روغ لیونی دی

 چې دهر چا د وژولو حق لري هغه هیمونیست دی


 راویښ سه

 راویښ سه غلبلې دي ته لا ویده یې
 له ډیره خوبه اږمۍ باسې ډیر زده یې
 غله ټوله په ملي وحدت علي بابا ګان سو ه
 ته په خم کې دسروغوړوپه تمه ویده یې

 راویښیږم

 له ډیره خوبه رښتیا زده یم
 دا دولس کاله کیږي ویده یم
 دغلوهره ورځ حمله اوتوبره ده
 زمابرسټن پرسر کش ویده یم
 د مصلحت په لېټۍ وطن چورسو
 زه لاد مرګ په خوب ویده یم
 اوس دملي وحدت لېټۍ پخیږي
 ټاکنې مې وړي لا لکه لنګه ویده یم
 دغلو بغارې دي وایي هله غله دي
 په کورکې غل ویښ زه لا ویده یم
 دلته غله لکه شرمښان انګولي
 یوپسه هلته زه دلته ویده یم
 دلته یوازې دغلو دار مدار دی
 زه چوپه خوله یم ځکه لا ویده یم
 ټوله شیان چو رسوه د تلتک وار دی
 غله تلتک رانه وړی زه لا ویده یم
 د تلتک له بویه هیڅ نه جوړیږي
 ويښیږم نارې واهم آیا زه ویده یم؟
 که نن زه ویښ سوم سبا هغه ویښیږي
 چې ویښ سوې ږغ کوه که زه ویده یم
 ددې د ورځې له خوبو هیڅ نه جوړیږي
 د غلو خوله وخوندیده ګڼې زه لوده یم
 دلته د هر شي ویش په لوچکي دی
 زه وړونکی په چوپه خوله بازنده یم
 دلته بایلونکي په رامباړه وړونکی دی
 بایلونکی دلته لیوه زه ورته پسه یم
 مشر که مو حلالوي که مو په داروي
 زه په تنور کې دغله ځوالې ته رپیده یم
 پخواهم موږ ډارن مشر دغلو چړي سو
 داسې ښکاري بیا غله سواره زه پیاده یم

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery