مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-19   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د پکتيا حق مه خورۍ!

ډاکټر حميد بشر

دپکتيا سيمه ايز چارواکي پر خپلو بچيانو دنورو پکتياوالو حق خوري.
په پکتيا کې د ادارو له مشرانو سره د حپل ځان دمړولو فکر دی او که د پکتياوالو?
که غواړی چې ځان پرې پوه کړۍ نو دوه بېلګې يې دلته ولولۍ.
څلور کاله وړاندې دپکتيا ولايت دپوهنې رياست له لورې دجاپان هيواد ته يو بورس منظور شوی وو څو يو ځوان پکتياوال له هيواده بهر خپلې زده کړې وکړي خو په هغه وخت کې دپوهنې ريس انجينر محراب الدين شفق چې په هر مجلس کې خپله وينا د قران کريم په اياتونو پيلوي له ځانه سره دا پرېکړه وکړه چې په ټوله پکتيا کې خو هسې هم داسې څوک نه شته چې له ما څخه پوښتنه وکړي نو راشه دا بورس دې دخپل زوی په نوم کړه او دپکتياوال حق پر خپل زوی وخوره چې په راتلونکي کې دې په ګټه راشي,پکتياوال خو دې هسې هم نه په ښه کېږي.
ددغه موضوع له رسوا کيدو وروسته بالاخره خبره دې ځای ته راورسيده چېهم دشفق زوی اوهم د پکتيا ولس له دغه حق څحه محروم کړای شول.
دوهم دا چې درې کاله وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت له لورې د مسلکي زده کړو لپاره دوو تنو پکتياوالو ته هم دا حق په نظر کې ونيول شو,چې دياد وزارت اړوند انستيتوت کې لوړې زده کړې وکړي خو تر څنګ يې په ياد وخت کې د برېښنا شرکت امر انجينر لعل الدين له لورې دغه حق په ډيرې سپين سترګۍ سره خپل زوی چې خيالي جان نومېږي په وړيا ډول او يو بل پکتياوال ځوان ته دپيسو په بدل کې ورکړل شو.
د يادولو ده چې په پکتيا کې اوس هم دا ډول حالات روان دي.
اوس نو تاسې وواياست چې دپکتيا چارواکي دځان په غم کې دي او که د پکتياوالو؟
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery