مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-21   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

په غزني کې یوه تن خپله ښځه وژلې ده

سید سلام
د غزني په مقُر ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يوه سرتېري خپله مېرمن په ډزو وژلې ده.د غزني د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر اسدالله انصافي وويل، چې دا پېښه نن سهار شوې او په دې پېښه کې تورن سرتېرى، چې جميل نومېږي، نيول شوى دى.هغه په دې تړاو نور جزئيات ورنه کړل؛ خو يادونه يې وکړه، چې پوليسو په دې تړاو څېړنې پيل کړې دي.اخوا د وژل شوې مېرمنې ورور محمدحسن وويل، چې خور يې نن د خپل مېړه له لوري په ډزو سره وژل شوې ده.د غزني ولايت د ښځو چارو رييسې شکريې ولي پر دې پېښه خواشيني ښودلې او قاتل ته يې د سختې سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery