دخپریدو نیټه : 2014-09-21 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
دنوي افغان ولسمشر ډاکترغني دلوړي مراسم به راتلونکي اونۍ ترسره شي
سید سلام
د افغانستان د نوي ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي دلوړې مراسم به په ډېر احتمال راتلونکې اونۍ ترسره شي .
د اصلاحاتو او همپالنې ټيم وياند د تحول او دوام له ټيم سره په ګډه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د هېواد د نوي ولسمشر د لوړې مراسم به په ډېر احتمال راتلونکې اونۍ پر دوشنبې ترسره شي.
د اصلاحاتو او همپالنې ټيم وياند سيد حسين فاضل سانچارکي د لوړې مراسمو له ترسره کوونکو غوښتنه وکړه چې دغه مراسم په پرتمينه توګه جوړ کړي، ځکه چې پر کورنيو مېلمنو سربېره په کې لوړ پوړي بهرني چارواکي هم برخه اخلي.