مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-21   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

په کندهار کي د سولي نړيواله ورځ ولمانځل سوه

لودين


په کندهار کي د سولې نړيواله ورځي د لمانځني پر مهال د سولې دپاره شعارونه بې ګټي وبلل سوه او د عملي کار د پيل دپاره غوښتنه وسوه .
ياد مراسم نن تر غرمې وروسته د کندهار د عصري زده کړو په انسټيټيوټ کي د کندهار د سولي شورا او د دې انسټيټيوټ په همکارۍ ولمانځل سوه.
د سولي شورا رئيس عطاء محمد احمدي غونډي ته د وينا پر مهال وويل د سولي نړيواله ورځ په ټوله نړۍ کي په خاصو مراسمو لمانځل کيږي. د دې لمانځني هدف دا دى چي سوله غوښتونکي ملتونه او هېوادونه خپل پيغام تر نورو ورسوي. هغه زياته کړه .
نوموړي په کندهار کې د سولې پروسه بريالۍ وبلل خو د نوي پرمختګ کومه بيلګه يې نه کړه ياده . . نوموړي داراز پر وسله والو مخالفينو ږغ وکړ چي د سولي له پروسې سره يو ځاى سي او نور له جنګ جګړو څخه لاس واخلي. د ده په خبره: "موږ دا راز پر خويندو ږغ کوو چي خپل نارينه له جګړو راوګرځوي او مېرمني کولاى سي چي د سولي په تامين کي رغنده رول ولوبوي."
د کندهار د عصري زده کړو انسټيټيوټ مشر احسان الله احسان د سولي د نړيوالي ورځې لمانځنه يو ښه فرصت وباله او زياته يې کړه چي افغانان بايد له فرصتونو او مواقعو څخه استفاده وکړي.
 احسان د سولي د تامين يوازينۍ وسيله تعليم وباله او ويې ويل چي په اسلام کي پر نر او ښځي تعليم فرض دى. هغه وويل که افغانان نور هم له زده کړو ليري پاته سي، نو تل تر تله به په تيارو کي پاته وي.
د ښاغلي احسان په خبره: "جګړه تباهي ده، تخريب دى او ورانى دى.
د کندهار د ولايتي شورا غړي حاجي اغالالي دستګيري  او د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال وويل چي د سولي په تامينېدو کي هر افغان مسووليت لري. ښاغلي مينه پال اسلام يو سوله ييز دين وباله ، د ده په خبره: "الله ټول مسلمانان وروڼه بللي دي. وروڼه هيڅکله يو-بل نه سره وژني. موږ ته په کار ده چي د يو-بل لاسنيوى وکړو او له شخړو لاس واخلو."
 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery