مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر: له راتلونکي حکومت سره مرستې چمتو یم

احمدفیصل
ولسمشر کرزى وايي، دا چې د ولسمشرۍ دواړه نوماندان د يوې افغاني پروسې له مخې هوکړې ته ورسېدل، پرې خوښ دى خو دا هوکړه ليک د دواړو نوماندانو مسووليت دى او نوموړى او د هغه مرستيالان يې په محتوا کې لاس نه لري. د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو ډاکټر اشرف غني او عبدالله عبدالله د ملي يووالي حکومت د جوړولو په اړه له خبرو اترو څو مياشتې وروسته پرون د هوکړه ليک د ولسمشر کرزي، جهادي او سياسي مشرانو په حضور کې لاسليک کړ. ولسمشر کرزي د هوکړه ليک له لاسليکولو وروسته وويل، د خوښۍ ځاى دى چې د افغانستان ملت د خپل راتلونکي حکومت د جوړښت لاسليک ويني. هغه زياته کړه: « نن ډېر خوشاله يم چې زموږ دوه افغان وروڼه د هېواد د خير، ملي ګټو او سوکالۍ لپاره په خپل منځ کې يوې هوکړې ته ورسېدل او د افغانستان لپاره يې يو نوى حکومت جوړ کړ.» ولسمشر کرزي د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو ته د خلکو په استازيتوب د ياد هوکړه ليک لاسليک مبارکي وويله او زياته يې کړه: « موږ ټول به دا دعا کوو چې افغانستان دې د الله تعالى په مرسته سولې او پرمختګ ته ورسېږي او د دواړو نوماندانو په هڅه او حکومتوالۍ مو هېواد سولې ته ورسېږي چې دا د خلکو ډېره پخوانۍ غوښتنه ده.» هغه وويل چې په دغو هڅو کې به نوموړى له خپلو دواړو مرستيالانو او جهادي مشرانو په ګډون له دواړو نوماندانو سره همکاري وکړي او که له دوى مشوره وغوښتل شي نو په پوره امانتدارۍ او رښتينولۍ سره به ورته مشوره ورکړي. کرزي زياته کړه: « هغه سند چې نن دواړو نوماندانو لاسليک کړ، د دواړو تر منځ د يوه تفاهم سند دى، د دغه سند محتوا د دواړو کانديدانو مسئوليت دى او په محتوا کې يې موږ لاس نه درلود او مسووليت يې هم د دوى دواړو دى.»
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery