دخپریدو نیټه : 2014-09-22 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
صادق مدبر:دنوي ولسمشرډاکترغني د لوړې مراسم راتلونکې دوشنبه دي
سید سلام
د نوي ولسمشر د لوړې مراسم د تلې په اوومه د راتلونکې دوشنبې پر ورځ په ارګ ماڼۍ کې ترسره کېږي. د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو د ترسره کولو د دولتي عالي کمېسیون او د چارو ادارې مشر صادق مدبر نن په یوه خبري ناسته کې وویل چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو لپاره پوره چمتو والی نیول شوی دی. نوموړي زیاته کړه، چې دغه مراسم به د راتلونکې دوشنبې پر ورځ د دولتي چارواکو او نړیوالو مېلمنو په حضور کې په ارګ کې ترسره شي.